د سترې محکمې له حکم وروسته په خوشې شویو کسانو کې درې قاتلان او څو جنسي تیري کوونکي شامل دي

د آسټرالیا حکومت خلکو ته ډاډ ورکړی چې د سترې محکمې له حکم وروسته د کډوالۍ له توقیف ځایونو څخه د دریو قاتلانو او یو شمیر جنسي تیري کونکو له خوشې کېدو وروسته د دوی خوندیتوب د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.

Supplied image of tent accommodation at the federal government's offshore detention centre in Nauru

Supplied image of tent accommodation at the federal government's offshore detention centre in Nauru Source: AAP

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې (نومبر ۸) په ورځ د آسترالیا سترې محکمې د دوه لسېزې وړاندې پرېکړه لغوه کړه او د نامحدودې مودې لپاره د پناه غوښتونکو توقیف یې د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې اعلان کړ.

د دغه حکم له مخې، حکومت نور نه شي کولای چې بې تابعیته پناه غوښتونکي او یا هغه کسان چې د تللو لپاره بل ځای نه لري، توقیف کړي.

د آسټرالیا د مهاجرت وزیر، انډریو جایلز د دوشنبې په ورځ وویل چې د محکمې له حکم وروسته ۸۰ پناه خوښتونکي له توقیف ځایونو څخه خوشې شوي دي.

انډریو جایلز وايي، حکومت دې پایلې ته چمتووالی درلود او ۸۰ کسان یې په مناسبو ویزو او شرایطو خوشې کړي دي.

فدرالي حکومت وايي چې مجرمین یې په سختو شرایطو خوشې کړي. دوی باید له پولیسو سره په منظمه توګه تماس ولري او د دندې انتخاب محدودیت پرې لګول شوی.
د کورنیو چارو وزیره کلیر اونیل وايي، هغه کسان چې په ویزو خوشې شوي "د آسټرالیا د قانون له مخې خورا سخت شرایط لري".

هغې پارلمان ته ویلي: "د دغو کسانو له ډلې څخه ځینو ډېر ناوړه جرمونه ترسره کړي."

"ځینو یې هغه خلک ځورولي چې لاهم زموږ په هیواد کې دي، او دا هغه قربانیان دي چې موږ یې په اړه اندیښمن یو."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service