د اسټراليا سيدني ښار د نورو ښارونو پر پرتله پکې د کرونا وايروس ډيرې پيښې ثبت شوي او له ټولو بدې پيښې د زړو کسانو ساتنې مرکزونو او هم ښوونځيو کې په ګوته کيږي.
د ياد ايالت روغتيا برخې مشر نن سهار خبري کنفرانس کې د دريو زده کوونکو پر کرونا وايروس مبتلا کيدو پيښې تائيد کړې او دا يې هم وويل شې له پيښو وروسته ياد ښوونځي تړل شوي.
وروستی پيښې پراماتا سره نږدې ډانډس سيمه کې په سنټ پاټريک ماريسټ کالج کې تائيد شو او دويمه پيښه په ويلوبي انجونو ښوونځي کې تائيد شوې.
نن سهار د يادو ښوونځيو چارواکو والدينو ته ټليفون وکړ او د ماشومانو بيرته کورته وړلو غوښتنه ترې وشوه.
لدې وړاندې د سيدني ښار ايپينګ سيمه کې يو بل ښوونځی هغه مهال وتړل شوه کله چې يو زده کوونکي کې د کرونا وايروس پخلی وشو، له يادې پيښې وروسته د ياد ښوونځي ۷۰ زده کوونکي او کارکوونکي ځانونه قرنطين کړي.
د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د کرونا وايروس ۴۶ پيښو پخلی شوی.

Health Minister Greg Hunt addresses the media in Melbourne. Source: AAP
اسټراليايي چارواکي وايي، راتلونکو اونيو او مياشتو کې اټکل کيږي چې لا ډير اسټراليايان پر کرونا وايروس مبتلا شي ځکه ددوی په وينا اوس د کرونا وايروس مخه نشي نيول کيدلی.
"که چيرې تاسې زکام لرئ او يا زکام ورته نښې يا علايم لرئ نو کيدای شي دا يو عادي عمل وي، ولې که چيرې زکام کې هم تاسې خپل حالت خراب ګورئ نو بيا خپله معاينه وکړئ ترڅو کرونا وايروس ونه لرئ"

雪梨聖雲仙醫院爆發小型肺結核個案群組病例 Source: AAP
د روغتيا برخې چارواکي وايي، ځيني کسان کيدای شي عادي زکام لپاره کلينيکونو ته مخه کړي ولې دې سره يو خطر دا هم کيدای شي چې ياد کس کرونا وايروس ونه لري او په کلينيک کې پر ياد وايروس مبتلا شي.
اسټراليا کې دا مهال نږدې ۸۰ کسان پر کرونا وايروس مبتلا دي او ۱۲ اسټراليايانو خپل ژوند له لاسه ورکړئ.
بله خوا بيا ټوله نړۍ کې پر کرونا وايروس د مبتلا کسانو شمير ۱۱۰،۰۰۰ تنو ته ورسيد او نږدې ۴،۰۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړئ.
له چين څخه وروسته ايټاليا کې تر دې دمه ياد وايروس ۳۶۶ کسان وژلي او نږدې ۷۵۰۰ نور پرې مبتلا شوي.
ايټاليا خپل شمال سيمه کې ۱۶ ميليونه کسان قرنطين کړل.
اسټراليا کې خلک که داسې ګومان کوي چې کرونا وايروس لري نو مخکې د ډاکټر له ليدو دې ډاکټر ته ټليفون وکړئ او وخت دې ترې واخلي.
او يا اسټراليايان کولی شي چې لا ډيرو معلوماتو لپاره ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ شميرې سره په اړيکه کې شي.