په ترکيه او سوريه کې ژورې زلزلې تر اوسه ۱۵،۰۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور ټپيان دي.
سړې هوا او د ويجاړي ډيروالي له امله د مرستې رسولو او ژغورنې چارې اغيزمنې شوي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبه په ورځ وروسته د خپل حکومت باندې انتقاد منلو وروسته "نیمګړتیاوې"هم ومنلې.
د ناورین پراخه پیمانه چې په زرګونو ودانۍ یې نړولې او نامعلوم شمیر خلک ګنډوالو کې بند پاتې، لدې ټولو سره د یخنۍ هوا له امله د مرستې عملیات له خنډ سره مخ دي.
بیا هم، پلټونکي د ۷.۸ درجې زلزلې څخه درې ورځې وروسته له ملبو څخه ژوندي پاتې شوي کسان راباسي.
لکه څنګه چې په ټولنيزو رسنيو کې د ترکيه حکومت باندې نيوکې زیاتې شوي، ښاغلي اردوغان یو له سخت ځپلو ځایونو څخه لیدنه وکړه او د نيوکو په ځواب کې یې ستونزې ومنلې.
هغه وويل: "البته، نيمګړتياوې شته، شرايط روښانه دي. دا ممکنه نه ده چې داسې ناورين ته چمتو واوسو."

د ترکیې په سویل او سوریه کې کورنیو دریمه شپه په یخنۍ کې تیره کړه او ژغورونکو هڅې روانې دي ترڅو خلک له کنډوالو څخه وباسي.
د ترکیې د ناورین په سیمه کې ډیری خلک په خپلو موټرو یا کوڅو کې د کمپلو لاندې ویده وو ، د ۷.۸ درجې زلزلې په ترکيه کې له ۱۹۹۹ کال راهيسې تر ټولو مرګونې ده.
د اسټراليا لومړي وزير ښاغلي البنيزي د چهارشنبه په ورځ څرګنده کړه چې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت (DFAT) به د روانۍ پای پورې ۷۲ کسيزه ژغورنې ټیم ترکيه ته واستوي.
ښاغلي وویل اسټراليايي ټیم " روزل شوی" ترڅو ژوندي پاتې شوي کسان ومومي، طبي مرستې ورسوي، او هغه خلک وژغوري چې لا تر اوسه د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
——————————————————-
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ.
تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

