په متحده ایالاتو کې ترسره شوې څېړنه ښيي چې تشناب کې د موبایل کارول نه یوازې دا چې ستاسي موبایل له مکروبونو ډکوي، بلکې دا کار کولی شي د بواسیرو د زیاتېدو لامل هم شي.
په دې څېړنه کې له ۱۲۵ بالغو کسانو څخه پوښتنې شوي او معلومه شوې، هغه کسان چې په تشناب موبایل څخه استفاده کوي، د بواسیر له لوړ خطر سره مخ دي، نسبت هغو کسانو ته چې موبایل نه کاروي.
د څېړنې له ګډونوالو څخه پوښتنه شوې چې دوی په تشناب کې څو ځله او د څومره وخت لپاره خپل موبایل کاروي.
د سروې پایلې ښيي چې ۶۶٪ ګډونوالو د تشناب پر مهال خپل موبایلونه کارولي او دې ډلې په تشناب کې په ښکاره توګه زیات وخت تېر کړی.
د PLOS ONE په نوم علمي ژورنال د روانې میاشتې په لومړیو کې د یوې څېړنې پرمهال موندلي چې د موبایل کاروونکي ډیری د خبرونو او ټولنیزو رسنیو لپاره په تشناب کې موبایلونه کاروي.
د فلېنډرز پوهنتون د هاضمې سیسټم د ناروغیو متخصص، ګرېم یانګ وايي چې بواسیر څو څرګندې نښې لري.
یانګ اس بي اس نیوز ته ویلي: "بواسیر په پیل کې داخلي او کوچني وي."
"یوازې هغه وخت چې د مقعد له لارې یو څه راښکته شي، څرګندیږي او تاسو په هغه ځای کې نا ارامه احساس کولی شئ."
"معمولا، کله چې تاسو له تشناب وروسته ځان پاکوئ، نو تاسو به احساس وکړئ چې یو څه سم نه دي."
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.