Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

په اندونیزیا او ختیځ تیمور کې سیلابونو لسګونو کسانو ته مالي او ځاني زیاتونه اړولي دي

په اندونیزیا کې تر دې دمه ۴۴ کسانو د سیلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زیات شمېر کسان لادرکه شوي دي.

News
Source: Reuters

د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې له شدیدو بارانونو او سیلابونو وروسته، اوسمهال په اندوینزیا او ختیځ تیمور کې سیلابونو او ځمکې ښویېدنو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د الجزیرې شبکې په یوه خبر کې راغلي چې د اندونیزیا په ختیځو سیمو کې سیلابونه او ځمکې ښویېدنې د ۴۴ کسانو د مړینې لامل ګرځېدلې او یو زیات شمېر نور د خپلو کورونو پرېښودولو ته اړ شوي.

Indonesia
اندونیزیا او ختیځ تیمور Source: Google Map

د اندونیزیا په ګاونډ، ختیځ تیمور کې هم شدید بارانونه د سیلابونو لامل ګرځېدلي او دریو کسانو د ځمکې ښویېدنې له مله خپل ژوند له لاسه ورکړی. راپورونه ښيي‌ چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یو ۲ کلن ماشوم هم شامل دی.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم د شدید ورښت او سیلابونو اټکل شوی دی. د افغانستان د ملکي چلند اداره خبرداری ورکوي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنگان، بلخ، سرپل، بامیان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، جوزجان،فاریاب، بادغیس، دایکندی، میدان وردک، نورستان، کنر، لغمان، ننگرهار، لوگر، پکتیا ،کابل اوسالنګونو کې د ورښت او سیلابونو پېښیدو امکان شته.

Afghanistan
Source: Facebook/ ACCA


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now