Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې د سګرټ لګيدلی فلتر پر ځمکه اچولو سره يولس زره ډالر جريمه کيږئ

اسټراليا کې وچکالي او هم ګرمې هوا ډيري ځنګلونو کې د اور لګيدو خطر ډير کړی او د اور لګيدنې کابو کولو لپاره حکومت ډيرې پيسې هم لګوي.

cigarette butt, fines, Queensland
Drivers tossing lit cigarettes from vehicles could face hefty fines. Source: Getty Images

اسټراليا ډيري ايالتونو کې چې کله هوا ګرمه او ورسره تيز باد وي نو د اور لګيدو خبرداري ورکول کيږي او په خلاصو ځايونو کې پر اور لګونې هم سخت بنديز لګول کيږي.

بله ستونزه داده چې ځيني کسان يا قصدآ او يا غلطي سره ځنګلونو سره نږدې سيمو کې اور لګوي کوم چې چټکی سره ځنګولونو کې اور خپرولی شي او داد ناورين رامينځته کولو لپاره لار هواروي.

تر ټول لويه ستونزه د هغو کسانو په اړه ده کوم چې سګرټ څکوي او له څکولو وروسته له موټر څخه س ګرټو لګيدلی فلتر بهر اچوي کوم چې د اور وژنې ادارې په وينا يو له سترو ننګونو ګڼل کيږي.

د اسټراليا اور وژنې ادارې په وينا، همدا فلتر کولی شي چې ځنګلونو او وښو کې اور ولګوي او د خلکو ژوند او يا کورونه د سوځيدو له خطر سره مخ کړي.

نيو ساوت ويلز ايالت کې د جنوری مياشت له ۱۷ نيټې وروسته که کوم کس له موټر څخه بهر د سګرټو فلتر ځمکې ته واچوي نو له درنې جريمې سره مخ کيږي.

A shilloutted man smokes a cigarette
Experts raise concerns about the high rates of smoking in some migrant communities. Source: EPA/JAGADEESH NV

که چيرې ياد ايالت کې پر خلاصو ځايونو کې اور لګونې باندې بنديز لګيدلی وي او کوم کس ذکر شوی جرم ترسره کړي نو ۱۰ ډريوری پواينټونه او ۱۱،۰۰۰ ډالر جريمه کيږي.

بله خوا له ډريور پرته که موټر کې ناست بل کس هم داسې يو کار وکړي هغه بيا ۶۶۰ ډالر جريمه کيږي او که اور لګونې بشپړ بنديز وي نو دا جريمه دوه برابره کيږي.

په کال ۲۰۱۹ کې ۲۰۰ کسان داسې کړنو لپاره جريمه شوي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now