اتلس مياشتو ځنډ وروسته اوس اسټراليايان له بهر څخه خپل والدين راغوښتلی شي

کوويډ-۱۹ له امله اسټراليا ته د والدينو راوستلو باندې بنديز لګيدلی وه ولې اوس چې ډير اسټراليايان واکسين شوي له جمعې ورځې څخه د والدينو راوستلو غوښتنليکونه پرانيستل شول. اسټراليايان کولی شي بهر څخه خپل والدين د نومبر مياشت لومړۍ نيټې وروسته راوغواړي.

A sign is displayed inside the empty arrivals hall at the international airport in Sydney on 15 October, 2021.

A sign is displayed inside the empty arrivals hall at the international airport in Sydney on 15 October, 2021. Source: Getty

د اسټراليا اتباع او دايمي ويزو لرونکي کولی راتلونکې مياشت پيل څخه وروسته کولی شي خپل والدين اسټراليا ته راولي او هغوی راوستلو لپاره د سفر معافيت غوښتنليک د مهاجرت ادارې ته وسپاري.

دا غوښتنليکونه لدې ځايه د مهاجرت ادارې ته سپارل کيږي ترڅو والدينو لپاره د اسټراليا ويزه ترلاسه شي.

غوښتنليکونه له جمعې ورځې څخه پرانيستل شول يعنې تاسې له اوس څخه کولی شئ خپلو والدينو راوستلو لپاره د اسټراليا مهاجرت ادارې ته غوښتنليک وسپارئ.

د اسټراليا لومړي وزير تيره ورځ اعلان وکړ چې اسټراليايي اتباع او دايمي ويزې لرونکي خپل والدين دعوت کولی شي.

کوويډ-۱۹ وبا له امله له ۱۸ مياشتو راهيسې اسټراليايانو نشو کولی ترڅو له بهر څخه خپل والدين اسټراليا ته دعوت کړي.

والدين بايد اسټراليا کې اولادونو سره د رشتې پخلي لپاره اسناد وړاندې کړي، لکه د زيږيدلو سند او داسې نور.

والدين بايد پاسپورټ، ويزه، د ترلاسه شوي واکسين ثبوت له ځانسره ولري.

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Emma Brancatisano

سرچینه: SBS News




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now