اروپا د اسټراليا په ګډون د ۱۳ هيوادو وګړو ته سفر کولو اجازه ورکوي

اروپا د خپلو پولو پرانيستلو باندې کار پيل کړی او اعلان يې کړی چې اروپا ته به د ۱۳ هغو هيوادونو وګړو ته سفر کولو اجازه ورکړي کوم چې کويډ-۱۹ لږې پيښې لري. امريکايانو ته اروپا ته سفر کولو اجازه نده ورکړل شوې.

The Louvre Museum in Paris, France.

The Louvre Museum in Paris, France. Source: AAP

اروپا د کويډ-۱۹ خطر کمولو او خپل پولو پرانيستلو برخه کې نوې تګلاره وړاندې کړې او اعلان يې وکړ چې د اسټراليا په ګډون به د ۱۳ هيوادو وګړو ته اروپا ته سفر کولو اجازه ورکړي.

د جولای مياشت لومړی نيټې وروسته ۱۳ هيوادو وګړو ته اروپا ته سفر کولو اجازه ورکول کيږي ولې بيا بله خوا امريکايان نشي کولی ترڅو اروپا ته سفر وکړي.

۱۳ هيوادونو کې اسټراليا کاناډا او تالينډ شامله دي.

د اسټراليا لخوا لګول شوو محدوديتونو له مخه اسټراليايان پرته له کوم منل شوي دليل نشي کولی ترڅو له اسټراليا څخه بهر سفر وکړي.

 

اروپا چينايي وګړو ته هم اروپايي هيوادونو ته د سفر کولو اجازه ورکړې ولې پدې شرط چې چين دې هم اروپايي هيوادو وګړو ته چين ته سفر کولو اجازه ورکړي.

اروپا د سويس، ايسلانډ او ناروې په ګډون له دريو مياشتو وروسته دا هوکړه وکړه ترڅو دې خپلې پولې ځينو هيوادو پر مخ پرانيزې،
Tourists wait to get into Rome's Pantheon, which reopened this week after the coronavirus lockdown.
Tourists wait to get into Rome's Pantheon. Source: AAP
اروپايي هيوادو لپاره دا ستونزمنه وه ترڅو د هغو هيوادونو ليسټ جوړ کړي کوم ته چې يا سفر کولو اجازه ورکول کيږي او يا هم پرې سفر کولو بنديز پر خپل ځای پاتې کيږي.

اروپا دا پريکړه هم کړې چې د پولو پرانيستلو وروسته که چيرې د کويډ-۱۹ مثبتو پيښو کې ډيروالی هم راځي نو پولې به نه تړل کيږي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service