د اسټراليا اقتصاد له دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړي ځل لپاره له ستر بحران سره مخ دی

د اسټراليا فدرال حکومت خزانه دا جاش فريدينبرګ نن خبريالانو ته وويل، د اسټراليا اقتصادي بوديجه ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې ۸۵ ميليارده ډالر او ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې به له ۱۸۴.۵ ميليارد ډالر کثر يا تاوان سره مخ وي.

Australian Treasurer Josh Frydenberg.

Australian Treasurer Josh Frydenberg. Source: AAP

کرونا ويروس د نړۍ نورو هيوادو ترڅنګ يې د اسټراليا اقتصادي حالت هم له بحران سره مخ کړی.

د اسټراليا داخلي توليداتو کې ۷ سلنه کمی خبر د اسټراليا خزانه دار جوش فريدينبرګ ورکړ. د ښاغلي په وينا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا لومړۍ ځل دې د اسټراليا اقتصاد له دومره ستر بحران سره مخ کيږي.

د اسټراليا  حکومت په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کلونو کې ۸۵.۵ ميليارده ډالر قرضداره وه يا په بله معنی بوديجه يې له کسر سره مخ وه ولې دا رقم ۲۰۲۰-۲۰۲۱ کلونو کې ۱۸۴.۵ ميلياردو ډالرو ته لوړيږي.

دا مهال د نړۍ هيوادونه د اقتصاد حرکت کې ساتلو لپاره ۱۱ تريليونو ډالرو مرسته کړې.

پداسې حال کې چې د نړۍ اقتصادي حالت له نا معلوم راتلونکي سره مخ دی، د اسټراليا فدرال حکومت خزانه دار بيا وايي، د نړۍ نورو هيوادونو پر پرتله اسټراليا خپل اقتصادي حالت ښه ساتلی.

اسټراليا کې د بې کارۍ کچه لوړيدو حال کې ده او د اټکل له مخه د روان کال تر پايه به اسټراليا کې ۹.۲۵ سلنه کسان بې کاره وي.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د اسټراليا اقتصاد له دويمې نړيوالې جګړې وروسته لومړي ځل لپاره له ستر بحران سره مخ دی | SBS Pashto