نوی راپور: له کډوالو او بومي خلکو سره د آسټرالیا چلند د دغه هېواد د بشري حقونو ریکارډ خراب کړی دی

شرمناک، اندېښمنونکی او ناکام هغه درې کلمې دي چې په آسترالیا کې د بشري حقونو د وضعیت د بیان لپاره د بشري حقونو د څار ادارې په نوي راپورکې کارول شوي.

A protester holds a banner outside the Park Hotel

Protesters have made calls for Australia to free refugees in detention. Source: AP

 

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د آسترالیا د بشري حقونو قوي ریکارډ له کډوالو، ځايي خلکو او معلولینو سره د چلند له امله زیانمن شوی دی.

 

د بشري حقونو د څار ادارې په کلني راپور کې راغلي، سره له دې چې د مدني او سیاسي حقونو د دفاع په برخه کې آسټرالیا قوي ریکارډ لري، مګر په دغه هېواد کې "د بشري حقونو جدي ستونزې" شتون لري.
په آسټرالیا کې د بشري حقونو د څار ادارې مشر، ایلین پېرسون وايي له نړیوالو فشارونو سره سره، له پناه غوښتونکو سره د ظالمانه چلند په مخنیوي کې د فدرالي حکومت پاتې راتلل، د دغه هېواد نړیوال موقف ته زیان رسوي.

ښاغلی پېرسون د آسترالیا اسوشیټید پرېس آژانس ته ویلي: " آسټرالیا له پولې هاخوا د پناه غوښتونکو پروسیس سیسټم سره، د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو کې مخکښ دی."
Police outside the Park Hotel in Melbourne, Australia
The mandatory detention of asylum seekers also raised concerns with the international human rights advocate. Source: AP
له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۱۲ پناه غوښتونکي له آسټرالیا څخه بهر د دغه هېواد د کډوالو په کمپونو کې مړه شوي. راپورونه ښيي چې د مړه شویو کسانو له ډلې څخه ۶ کسانو ځان وژنه کړې.

د پناه غوښتونکو اجباري توقیف، د بشري حقونو د نړیوالو مدافعینو د اندیښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

ښاغلی پېرسون وايي: "اجباري توقیف خورا د اندیښنې وړ دی."


شریکول

خپور شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
نوی راپور: له کډوالو او بومي خلکو سره د آسټرالیا چلند د دغه هېواد د بشري حقونو ریکارډ خراب کړی دی | SBS Pashto