د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران پر ضد د متحده ایالاتو پوځي بریدونه به د دوو اونیو لپاره وځنډول شي. ټرمپ دا پرېکړه له هغې ټاکل شوې نېټې مخکې اعلان کړې/ چې په کې یې ګواښ کړی و که ایران د هرمز تنګي لاره خلاصه نکړي نو د ایران بریښناکوټه او پلونه به تخریب وکړي.
ټرمپ په خپلې ټروت سوشل شبکې کې لیکلي چې دا پرېکړه یې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره له خبرو او د هغوی له غوښتنې وروسته کړې ده.
هغه لیکلي: "زه موافق یم چې د دوو اونیو لپاره د ایران بمباري او برید وځنډوم." "دا به دوه اړخیزه اوربند وي!"
"موږ له ایران څخه لس ماده ییز وړاندیز ترلاسه کړ، او باور لرو چې دا د خبرو اترو لپاره یو عملي اساس دی."
ایران هم تایید کړې چې له متحده ایالاتو سره یې په اوربند موافقه کړې ده.
د ایران د ملي امنیت شورا ویلي چې د تهران د ۱۰ ماده ییز وړاندیز پر بنسټ به له واشنګټن سره خبرې اترې د جمعې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شي.
د ایران دولتي تلویزیون اعلان کړی چې ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران شرایط منلي دي، او دا یې د امریکا د ولسمشر لخوا د "شرمناکه شاتګ" په توګه بیان کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ دوو چارواکو تایید کړې چې اسراییل هم د دوه اونیو اوربند او پر ایران د بمبارۍ د کمپاین له ځنډولو سره موافقه کړې ده.
د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البنیزي او د بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ په یوه ګډه اعلامیه کې د خبرو اترو لپاره د دوه اونیو اوربند هرکلی کړی دی.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

