ډونالډ ټرمپ له ډيرو فشارونو وروسته د امريکا دايمي اوسيدونکو پر سفر بنديز لرې کړ

د امريکا کورنيو چارو وزارت وروستي خبر پاڼه کې ويلي چې پر هغو کسانو يې د سفر بنديز لرې کړی کوم چې د امريکا دايمي اوسيدو ويزه لري.

Protests against travel ban

Protests against travel ban Source: AAP

لدې مخکې د امريکا ولسمشر ۷ سلامي هيوادو وګړو باندې امريکا ته سفر کولو بنديز ولګوه چې په هغو کې هغه کسان هم شامله ويل کوم چې د امريکا دايمي اوسيدو ويزې يې هم لرلې.

له ياد اعلان وروسته د امريکا بيلابيلو هيوايي ډګرونو کې د ځيني کسان بندي شول او ځيني نور بيا بيرته خپلو هيوادو ته واستول شول.

امريکا ته سفر لپار د عراق، سوريه، ايران ، ليبيا، سوماليا، سوډان او يمن پر وګړو بنديز لګول شوی چې ياد کار په ټول امريکا کې د خلکو غبرګون سره مخ شوی او بيلابيلو ښارونو کې لاريونونه روان دي..

د امريکا ولسمشر ويلي چې دا بنديز پر مسلمانانو ندی بلکې پر هغو کسانو دی کوم چې د امريکا امنيت ته خطر مخوي او دا کار يې د امريکا خونديتوب لپاره کړی.

د امريکا ياد بې څاري ګام د نړۍ ځينو هيوادو غبرګونونه راپارولي او دا يې د بشرې حقونو او هم نړيوال د کډوالی هوکړې او قانون خلاف کار بللی.

ډونالډ ټرمپ دا هم ويلي چې کډوالو قبلولو برخۀ کې به لومړيتوب عيسويانو لږکيو ته ورکوي.

د  جرمني ولسمشرې  Angela Merkel  د ډونالډ ټرمپ وروستی فرمان غندلی او هغه ته يې د جينيوا هوکړې پر وړاندې د مکلفيت او تعهد يادونه کړې او ويلي دي چې دا هيڅکله هم د زغملو نده چې يوه ډله خلک د هغو دين او هيواد له مخه تر بريد لاندې راشي.

د امريکا نيويارک ښار کې قاضي ويلي چې امريکايي چارواکي نشي کولی چې کډوال او نور کسان امريکا ته رسيدو سره بندي کړي او همدې دريځ له مخه ځيني نيول شوي کسان خوشې شول.

د امريکا کورنيو چارو وزارت وايي چې دوی د امريکايي محکمې او قاضي پريکړې عملي کوي ولې عين وخت کې دوی ته سپارل شوی دنده هم پر مخ وړي.

امريکايي چارواکي وايي چې دوی د هر هغه کس ويزه لغوه کوي کوم د امريکا امنيت ته ګواښ وي.

 

 

http://www.sbs.com.au/news/video/865193027587

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now