د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د فردو په ګډون د ایران په دریو اټومي تاسیستانو باندې "ډیر بریالی برید" ترسره شوی دی.
ټرمپ پر ټروت سوشل (Truth Social) ټولنیزې رسنۍ په خپل پیغام کې لیکلي چې له برید وروسته "ټولې الوتکې په خوندي ډول کور ته روانې دي".
ټرمپ خپل پوسټ په دې خبرې سره پای ته رسولی چې "اوس د سولې وخت دی."
دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې اسراییل او ایران له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې پر یو بل بریدونه ترسره کوي چې په پایله کې یې په دواړو هیوادونو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
پر ایران د بریدونو له پیل سره اسراییلو وویل چې غواړي د تهران د اټومي وسلو د جوړولو هر ډول امکان له منځه یوسي.
ایران بیا استدلال کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دی.
د لویدیځو هېوادونو دیپلوماټیکې هڅې چې دغه جګړه ودروي، تر دې دمه بېنتیجې پاتې شوي دي.
یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو په بریدونو کې B-2 بم غورځوونکې الوتکې شاملې وې.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

