د اسټراليا ملي ورځ هر کال د جنوری مياشت پر ۲۶ نيټه لمانځل کيږي. ياده ورځ تل له ستونزو ډکه وي، ډيري اسټراليايان ياده ورځ له جشن سره لمانځي ولې ډير نور بيا ياده ورځ توره ورځ ګڼي او وايي چې دا ورځ د يرغل ورځ ده.
اسټراليا کې پر يادې ورځې لمانځلو له کلونو بحث روان دی چي ۲۶ د جنوری چې د اسټراليا ملي ورځ ده بايد کومې بلې ورځې ته بدله شي ځکه چې بومي اسټراليايان او ملاتړي يې وايي چې ياده ورځ کې ددوی خاورې باندې يرغل شوی او پر دوی باندې ظلم او ددوی نسل وژنه له هماغه ورځ پيل شوې وه.
د اسټراليا ملبورن ښار کونسل يوه تاريخي پريکړه وکړه او ويويل چې ياد ښار به د اسټراليا ملي ورځ پر ۲۶ د جنوری نه لمانځي او ياده پريکړه د رايو په اکثريت شوې.
د اسټراليا لومړي وزير مالکوم ټرنبل او هم د حکومت مخالف ګوند مشر بيل شورټن ياده پريکړه غندلې او ويلي دي چې دا يوه خواشينوونکې پيښه ده.
لومړي وزير ويلي چې دا پريکړه اصل کې د اسټراليا پر ارزښتونو بريد دی.
ولې بله خوا د ډيرو فعالينو او په ځانګړي ډول د اسټراليا بومي خلکو د ملبورن د ښار کونسل ياده پريکړه ستايلې او ويلي دي چې دا يوه تاريخي پريکړه ده.
شریکول

