په نیو ساوت وېلز ایالت کې یو ځل بیا د کرونا وېروس مثبت پېښې ثبت شوي

په تېرو ۲ ورځو کې د کرونا وېروس ۶ داسې پېښې پېژندل شوي چې ښيي وېروس په ټولنه کې له یو تن څخه بل ته انتقال شوی

People line up for COVID-19 testing at Mona Vale Hospital's walk-in clinic in Sydney's Northern Beaches.

People line up for COVID-19 testing at Mona Vale Hospital's walk-in clinic in Sydney's Northern Beaches. Source: AAP

د سیډني ښار په شمالي سیمو کې یو ځل بیا د کرونا وېروس درې نوې پېښې ثبت شوي . تېره ورځ هم د کرونا وېروس درې پېښې په سیډني ښار کې ثبت شوې وې. 

د نویو پېښو له ثبت سره د ټولو هغو پېښو شمېر ۶ ته ورسېده چې ښيي‌ وېروس په ټولنه کې له یو تن څخه بل ته انتفال شوی. نوې پېښې په داسې حال کې ثبت شوي چې په تېرو څو اوونیو کې په نیو ساوت وېلز ایالت کې داسې هېڅ پېښه نه و ثبت شوې چې وښيي‌ وېروس په ټولنه کې خلکو ته انتقال شوی.

Coronavirus
Source: Twitter/ NSWHealth

د نیو ساوت وېلز ایالت د روغتیا ادارې لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ پېښې په هغو هوټلونو کې هم ثبت شوي چې له بهر څخه راغلي‌ آسټرالیایان په کې قرنطین دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نیو ساوت وېلز ایالت ۱۰ زره او ۵۸۳ اوسېدونکي د کرونا وېروس لپاره معاینه شوي‌ . له دغې ډلې څخه ۹ کسان په کرونا وېروس اخته کسان پېژندل شوي.

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Maani Truu




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now