Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د ډونالډ ټرمپ يوې غونډې کې پر کرونا وايروس مبتلا سياستوال ګډون وروسته دوه کانګرس غړي ځانونه قرنطين کړل

امريکا کې په هغه غونډه کې کرونا وايروس تائيد شو په کوم کې چې ډونالډ ټرمپ او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وه.

U.S. President Donald Trump looks on after a news conference with Vice President Mike Pence.

US President Donald Trump looks on after a news conference with Vice President Mike Pence. Source: Getty Images North America

د نړيوالو رسنيو خبر له مخه يو امريکايي سياستوال کې د کرونا وايروس داسې مهال تائيد شوی چې ياد کس په هغه غونډه کې برخه اخيستې وه چيرې چې ډونالډ ټرمپ او مرستيال يې وينا وکړه

امريکا کې دوه سناتورانو چې له ياد کس سره يې لاس ورکړی وه خپل ځانونه قرنطين کړل.

ياد محفل کې دوه د ګانګرس غړي له بيمار سياستوال سره نږدې ناست او هم يې ورسره لاس ورکړی.

له يادې غونډې وروسته په نوموړي کس کې د کرونا وايروس تايئد شو.

يادې غونډې کې د ډونالډ ټرمپ او مرستيال په ګډون نورو سناتورانو، پارلمان غړو او سياستوالو هم ګډون کړی وه.

سپينه ماڼی وايي داسې نه بريښي چې ياد کس به له ډونالډ ټرمپ او يا مرستيال مايک پينس سره ليدلي وي او يا له نوموړي ورسره نږدې فاصله کې ول.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now