د ۲۰۲۱ کال د آګسټ پر ۱۵مه نېټه، طالبان د افغانستان پلازمینې کابل ته ننوتل او واک یې په لاس کې واخیست.
سره لدې چې یو شمېر د طالبانو د حکومت پرمهال د امنیت ستاینه کوي، په همدې مودې کې میلیونونه ښځې او انجونې له زده کړو څخه محرومې شوي دي.
د اروزګان پخوانی والي محمد عمر شېرزاد د روان کال په جون میاشت کې آسټرالیا ته راغلی او سمهال له خپلې کورنۍ سره په وېکټوریا ایالت کې ژوند کوي.

ښاغلي شېرزاد له اس بي اس پښتو راډیو سره په مرکې کې ویلي چې د جمهوریت سقوط بیلابیل لاملونه درلودل، مګر د دوحې د سولې تړون د سقوط پیل وه.
هغه وايي: "سقوط په تدریجي ډول راغی او پیلامه یې هم هغه وخت وه چې په دوحې کې د سولې مذاکرات پیل شوه. له هغه وخت څخه د سقوط شرایط آماده شول چې جمهوریت به بلاخره سقوط کېږي."
"دا ډېر عوامل لري. یو لامل ندی چې موږ ووایو چې خارجیان ووتل یا مثلاً افغان ځواکونه ونتوانېدل چې مقاومت وکړي د طالبانو سره."
"لویه ستونزه داوه چې یو اړخیز اوربند وشو، له امریکایانو سره اوربند وشو او له افغان ځواکونو سره جګړه روانه وه. دغه شي د افغان ځواکونو پر مورال او روحیه باندې خورا منفي تاثیر وکړ."
'په افغانستان کې د آسټرالیا پروژې'
ښاغلی شېرزاد وايي، آسټرالیایانو په دریو برخو کې مرستې کولی. لومړی یې د افغانستان له مرکزي حکومت سره مرسته کوله او افغان حکومت به د اروزګان په شمول په نورو ولایتونو کې کارونه ترسره کول. دویمه مرسته له هغو موسسو سره وه چې په ارزګان کې یې فعالیت درلود او د مرستې دریم ډول د آسټرالیايي ځواکونو لخوا مستقیمې مرستې وې چې د ارزګان له خلکو سره کېدلې.
هغه وايي: "آسټرالیایانو په هغه وخت کې چې زه هلته وم، ډېرې ښې پروژې عملي کړې. د زراعت په برخه کې، د تعلیم او زده کړې په برخه کې، ساختماني پروژې، سړکونه، پلونه او پلچکونه پدې برخه کې دوي دېر کار کړی."
"ډېر لوی کمک چې وشو هغه وخت کې د ضرفیت لوړونې په برخه کې دوي د ارزوګان له خلکو سره کمک کاوه او بیا چې زه کله دویم ځل اروزګان ته ولاړم هلته موږ یو ډېره ښه اداره درلودله."

'د بهرنیو ځواکونو لخوا جنګي جنایتونه'
په تېرو دوو لسیزو کې د بهرنیو ځواکونو لخوا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه بېلابیل راپورونه خپاره شوي. ښاغلی شېرزاد وايي چې د ملګي وکړو د وژنې موضوع یو حقیقت ده او لدې څخه څوک سترګې نشي پټولای.
هغه وايي: "د ناټو قواوې چې کله افغانستان ته راغلې او جګړه پیل شوه، تاسو به په جریان کې یاستی چې د مختلفو رسنیو او سازمانونو لخوا داسې راپورونه نشر شول، حتی په خپله د افغانستان حکومت او دولت لخوا داسې راپورونه نشر شول چې په افغانستان کې په مختلفو ځایونو کې د مختلفو هېوادونو د عسکرو لخوا جنګي جنایتونه ترسره شوي دي."

"زما په نظر دا یو واقعیت وه او لدې څخه هېڅوک سترګې نشي پټولای. هم د آسټرالیايي ځواکونو لخوا ځینې جنایتونه شوي دي او هم د انګستان، امریکا او جرمني، د ټولو هېوادونو د عسکرو لخوا په ځینو ځایونو کې جنایتونه ترسره شوي دي."
"دا په هغه وخت کې طالبانو ته یوه ښه بهانه په لاس ورتله او ولسونه خفه کېدل او طالبانو صف قوي کېده لدې سره."
د اروزګان له والي سره بشپړه پښتو مرکه دلته اورېدلی شئ.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

