پدې وروستيو کې جعل کارو د ټليفون له لارې د زرګونو اسټراليايانو پيسې غلا کړي او دا په داسې حال کې غلا شوي چې د يادې ادارې په وينا جعل کارو ټليفون له لارې له نوو دوکه کولو لارو څخه کار اخيستی او زرګونه کسان يې اړ کړي ترڅو ورته پيسې ورکړي.
يوازې تيره مياشت اسټراليا کې ۸۰۰،۰۰۰ ډالر غلا شوي.
کله چې جعل کاران تاسو ته ټليفون کوي نو ستاسو پر ټليفون اسټراليايي نمبر راڅرګنديږي چې دا د جعل کارو نوې تخنيک دی ترڅو ستاسو ډاډ ترلاسه کړي.
کله چې جعل کاران ټليفون کوي نو ټليفون له لارې يو اوتوماتيک پيغام کې تاسو ته ويل کيږي چې جرم مو کړی او بيا له تاسو غوښتل کيږي چې په يوې شميرې بيرته ټليفون وکړئ.
د اسټراليا د ماليې اداره وايي، جعل کاران ټليفون له لارې تاسو ته خبرداری درکوي او هم تاسې ګواښي او ډيرې چټکی سره تاسې اړ باسي ترڅو هغو ته پيسې ورکړئ.
د اسټراليا د ماليې ادارې د کميشنر مرستيال کيت انډرسن وايي، د اسټراليا ماليې اداره هيڅکله ټليفون له لارې چاته خبرداری نه ورکوي او هم کوم کس نه ګواښي.
د اسټراليا ماليې اداره وايي، جعل کاران تل بې وزله او زاړه اسټراليايان په نښه کوي.
د يادې ادارې په وينا يو زاړه کس څخه په پينځو مياشتو کې ۲۳۰،۰۰۰ ډالر غلا شوي.
د اسټراليا سن شاين کوسټ پوهنتون څخه د سايبري امنيت پروفيسر ډيو لسي وايي چې جعل کاران تل غواړي چې قرباني شوي کسان بايد ويره ولري او له هغې لارې دوی کولی شي چې ځيني کسان دوکه او ترې پيسې غلا کړي.

