Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

چين پر اوغيور مسلمانانو په زور د خوګ غوښه خوړلې

چين د اوغيور مسلمانانو کمپونو کې ساتل او هغوی له اسلامي ارزښتونو اړولو لپاره د بشر حقونو ادارو له سختو نيوکو سره مخ دی.

Uighure
Source: Quartz

د چين اوغيور يوه مسلمانه ميرمن چې د حکومت لخوا جوړ شوي کمپ کې ساتل شوی ادعا کوي چې چيني چارواکو پر مسلمانانو د هغوی مذهبي ورځو کې د خوګ غوښه په زور خوړله.

د الجزيرې شبکې رپوټ له مخه يوه ښځه چې سايره ګل سوتبې نوميږي د چين چارواکو لخوا دوه کاله داسې يو کمپ کې ساتل شوې چيرې چې د نوموړې په ګډون ګڼ شمير نورو ته اسلام خلاف زده کړې ورکول کيدې ترڅو چينايي دود خپل کړي. اغلې اوس هم د شپې بد خوبونه ګوري او هغه وختونه په يادوي چې پر وړاندې يې تاوتريخوالی او سپکاوی کيده.

اغلې اوس سويډن کې اوسيږي او د ژوند ترخو تجربو باندې يو کتاب هم ليکلی.

اغلې خپل کتاب کې وهل ډبول، جنسي ځورونه او داسې نورې ناوړه کړنو څخه پرده پورته کړې.

اغلې الجزيره سره ځانګړې مرکې دوران کې وويل، هره جمعه به پر مسلمانانو په زور سره د خوګ غوښه خوړل کيده او که چا به غوښه نه خوړله نو له ډيرې سختې سزا سره به مخ کيده.

اغلې وايي، د چيني چارواکو لخوا داسې عمل کولو له لارې مسلمانان له خپل دين څخه لرې کولو کوښښ کيده او هغوی يې خپل مذهب پر وړاندې شرمول.

چين حکومت د لږکيو مسلمانانو پر وړاندې له ۲۰۱۷ کال راهيسې سخته پاليسې غوره کړې او د مسلمانانو اوسيدو ځايونه تل په کلکه څاري.

بله خوا داسې اسناد هم خپاره شوي چې چيني چارواکو د مسلمانانو اوسيدو سيمو کې د خوږ ساتلو لوی فارمونه جوړ کړي.

بيجينګ بيا خپل لدې پاليسی دفاع کړې او وايي دا کار دې لپاره کوي چې ياده سيمه کې افراطيت، ترهګري او بيلتون خطرونو مخه ونيسي.

د چين حکومت د کمپونو جوړيدل رد کړي ولې ملګري ملتونه وايي، چين هيواد ۱ ميليون اوغيور مسلمانان په کمپونو کې ساتي.

 

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now