روسيې له لويديځ سره پر اوکرايين له کلونو شخړې وروسته پرون پر ياد هيواد ځمکې هوايي او سمندري بريد وکړ.
د روسيې دا بريد د اسټراليا په ګډون د نړۍ ګڼو هيوادونو لخوا وغندل شو او لومړي ځل لپاره پر روسيې تر ټولو سخت اقتصادي بنديزونه ولګول شول.
رويسې ويلي، اوکرايين د ناټو برخه کيدل او يا لويديځ اوکرايين کې نظامي حضور پيدا کول د روسيې ملي امنيت ته خطر دی نو ځکه غواړي اوکرايين غير نظامي وګرځوي.
اسټراليا، امريکا، انګلستان، کاناډا، نيوزيليند، او ګڼو اوروپايي هيوادونو د روسيې بريد د نړۍ امنيت ته ستر خطر ګڼلی.
ځينو ولسمشرانو له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا بريد تر ټولو خطرناک او اورپا پر وړاندې ګواښ ګڼلی.
نن سهار د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي د ۱۳۷ کسانو په لوموړۍ ورځ د وژل کيدو خبر ورکړ او وويل، نوموړی روسيې لپاره تر ټولو اصلي هدف دی.
روسيې د اوکرايين په شمال کې چيرنوبيل اټومي بټۍ نيولې او پياده پوځيان يې پلازمينه کيف ته په لار دي.
د اوکرايين ولسمشر زيلانسکي ويلي، پوځيان يې بيلابيلو ښارونو کې په جګړه بوخت دي او نومړی خپل هيواد کې پاتې کيږي.
تر اوسه ۱۰۰،۰۰۰ اوکرايين وګړو خپل هيواد پريښئ.
سياسي چارو پوهان وايي،، روسيه د اوکرايين ولسمشر د امريکا ګوډاګی بولي او غواړي اوکرايين کې حکومت له مينځه يوسي.
بيلاروس چې اوکرايين شمال کې موقيت لري د روسيې پوځيانو اډو کوربه وه او له هغه ځايه پر اوکرايين بريد د پلازمينې کيف نيولو لار نوره هم لنډه کړه.
دا مهال روسيي پوځيان ۹۰ کيلومتره د پلازميني کيف شمال ته رسيدلي.
ولسمشر پوتين پر اوکراين د بريد امر ورکولو ويډيو کې دا هم وويل، چې اوکرايين پوځ د خپل خلکو ټول وژنه کوي او هم اوکرايين د روسيې برخه ده چې اوسنۍ حالت يې غير قانوني وه.
تر اوسي چين د روسيې بريد په اړه منفي نظر ندی څرګند کړی.
بله خوا روسيه نړۍ ته د انرژۍ ليږد يو له مهمو هيوادونو څخه دی او بيا روسيه او اوکرايين دواړه نړۍ ته د غنمو صادرولو سترو هيوادونو کتار کې دي.
د روسيې پر اوکرايين بريد له امله د نړۍ اقتصاد له کړکيچ سره مخ کيدو ويره ډيره شوې.

