طالبانو په هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر بريد کړی

هرات کې د ملګرو ملتونو دفتر تر بريد لاندې راغلی او پر ياد دفتر راکټونو توغولو وروسته د طالبانو دا عمل په کلکه غندل شوی.

Taliban fighters in Afghanistan

Source: SBS

هرات کې د طالبانو او افغان ځواکونو جګړه تر ښار لمنو ورسيده او جګړې دوران کې د ملګرو ملتونو دفتر هم تر بريد لاندې راغلی او د ياد دفتر يو ساتونکی هم وژل شوی.

د جمعې په ورځ هرات کې د دولت او طالبانو ترمينځ جګړه دوران کې د ملګرو ملتونو دفتر هم تر بريد لاندې راغلی.

طالبانو د هرات ولايت ځيني سيمې خپل ولکې لاندې نيولي او جګړه ښار ته نږدې کيدو سره د ملګرو ملتونو دفتر هم تر بريد لاندې راغلی.

ويل کيږي طالبانو له ايران او  ترکمنستان سره نښتې پولې نيولې او ترانزيتي لارو کنټرول يې ترلاسه کړی.

هرات کې جګړې دوران کې د ملګرو ملتونو پر دفتر راکټونه توغول شوي ولې د ملګرو ملتونو کوم کار کوونکو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.

يوناما وايي، " پر ملګرو ملتونو دفتر باندې راکټونه، لاسي بمونه او مرمۍ توغول شوي او ملري ملتونه دا عمل په کلکو ټکو غندې."

د يوناما مشره ديبورا ليونس وايي، "ملګرو ملتونو باندې بريد ناوړه دی او په کلکه يې غندو."

يوناما وايي، ياد بريد کې د ملګرو ملتونو دفتر يو ساتونکی وژل شوی ولې نورو کار کوونکو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
طالبان بيا وايي، د ملګرو ملتونو دفتر کيدای شي د جګړې دواړو خواوو جګړې مينځ کې واقع شوی اوسي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، کيدای شي د ملګرو ملتونو دفتر ساتونکی جګړې ه مينځ کې واقع شوی او وژل شوی اوسي.
طالبان وايي، د ملګرو ملتونو دفتر ته رسيدو سره يې هغه سيمه له خطر څخه ژغورلې.
د امريکا دولت وياند جاک سوليان هم پر ملګرو ملتونو دفتر بريد په کلکه غندې.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil

وړاندې کوونکی SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now