د روان کال مارچ مياشت کې د کرونا وبا رامينځته کيدو وروسته د اسټراليا حکومت بې کاره کسانو لپاره د مرستو رقم دوه برابره کړ ترڅو سخت وخت کې خلک له اقتصادي بحران سره مخ نشي.
اوس حکومت پلان لري ترڅو د مرستې پيسو رقم لږ کړي.
د يوې نوې څيړنې موندنې ښايي، که حکومت پر خلکو د پيسو رقم لږ کړي نو ۴ په ۵ کسانو کې به يوازې دوه وخته خواړو برابرولو توان ولري، معنی داچې ۸۰ سلنه د حکومتي پيسو ترلاسه کوونکي به درې وخته خواړو برابرولو توان ونه لري.
څيړنې دا هم موندلي، نيمايي د حکومتي پيسو اخيستونکي خپل درملو اخيستلو توان نه لري.
اسټراليا کې دا مهال حکومت دوه ډوله خلکو ته بې کارۍ لپاره پيسې ورکوي، يو هغه ډله کسان چې بې کاره دي او د کار په لټه کې دي هغوی ته JobSeekers وايي او بل هغه ډله کاريګر کومو چې کرونا ويروس له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي ولې داچې دوی خپل کاري ادارو سره په کار کې پاتې شي هغوی ته بيا حکومت د JobKeepers پروګرام له مخه مرسته کوي او کاري ادارو څخه لږ تر لږه د مياشتې ۳۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي.
د روان کال مارچ مياشت کې حکومت بې کاره کسانو په حکومتي پيسو کې ۵۵۰ ډالر ډيروالی راوست او بې کاره کسان په يوه مياشت کې تر۲۲۰۰ ډالر ترلاسه کوي ولې له څو مياشتو مرستو وروسته راتلونکو دوو اونيو کې دا رقم ۳۰۰ ډالر کميږي، يعنې بې کاره کسان به د کرونا وبا څخه مخکې چې له حکومت څخه کوم اندازه پيسې ترلاسه کولی له هغې څخه به ۲۵۰ ډالر ډيرې ترلاسه کوي نه ۵۵۰ ډالر.
همداسې ورته کمی JobKeepers پيسو اخيستونکو لپاره هم نظر کې نيول شوی.
د جاب کيپرس پيسو ترلاسه کوونکي به دوه اونۍ وروسته په يو مياشت کې د ۳۰۰۰ ډالرو پر ځای ۲۴۰۰ ډالر ترلاسه کوي.
حکومتي پيسو ترلاسه کوونکو کسانو څخه پوښتنې په ځواب کې له نيمايي ډيرو يې ويلي، د حکومت لخوا د پيسو کمولو سره به دوی خپل د کور کرايه، بيلونه او هم ځينو توکو اخيستلو بشپړ توان ونه لري.
حکومتي پيسو ترلاسه کوونکو باندې څيړنه د اسټراليا ټولنيزو خدمتو شورا کړې او د يادې ادارې مشره کاسيندرا ګولدي وايي، د اسټراليا حکومت بايد له بې کاره کسانو سره مرستې موده بايد وغځوي ترڅو خلک له اقتصادي بحران سره مخ نشي.