په آسټرالیا کې د مېشتو افغانانو لخوا افغانستان ته د مرستو په لېږد کې زیاتوالی راغلی دی

د روژې په مبارکه میاشت کې د آسټرالیا په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان خیریه کارونه کوي‌. آسټرالیا کې مېشت افغانان بیا خپل زکات او مالي مرستې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته استوي.

AFGHANISTAN REMITTANCE HEADER.jpg

په آسټرالیا کې د مېشتو افغانانو له خوا افغانستان ته د مرستو په لېږد کې زیاتوالی راغلی دی

رمضان د هجري قمري کال نهمه میاشت ده چې په ترڅ کې یې صحي بالغ مسلمانان له سهاره تر ماښامه روژه نیسي. په دې میاشت کې مسلمانان هڅول کیږي چې اضافي عبادتونه ترسره کړي لکه لمونځ، د قرآن لوستل او خیریه کارونه.

د روژې په میاشت کې یو شمېر مسلمانان د زکات ترڅنګ په خپله خوښه هم له خلکو سره مرستې کوي.
له اړمنو افغانانو سره د مرستې سازمان (Helping Needy Afghans) چې په آسټرالیا کې یو راجسټر شوی سازمان دی، په آسټرالیا کې له میشتو افغانانو مرستې را غونډوي او هغه په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته رسوي.

د دغه سازمان بنسټ ایښودونکي خالد جانباز وايي چې دوی یوازې په افغانستان کې فعالیت کوي او موخه یې دا ده ترڅو " هغو کسانو سره مرسته وکړي چې په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي" لکه یتیمان، کونډې او معلولین.

هغه زیاتوي چې د روژې په مباکه میاشت کې افغانان د نورو میاشتو په پرتله زیاتې مرستې کوي او دوي په پام کې لري ترڅو په روانه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د شاوخوا ۱۵۰ زرو ډالرو په ارزښت مرستې ورسوي.

هغه وايي: "افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی. په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ میلیونه خلک یا د افغانستان دوه پر درېیمه برخه نفوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا درلوده."

"د روژې په میاشت کې د مرستې د ورکړې عمل نه یوازې د دیني مسؤلیتونو د پوره کولو وسیله ده، بلکې د خپل مال د پاکولو او د معنوي ثوابونو د ترلاسه کولو وسیله هم ده."

"د دې میاشتې په اوږدو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو خپل زکات الفطر، زکات المال، فدیه، صدقه او عادي مرستې ورکوي چې په مرستو کې له ۶۰ زرو څخه ۱۰۰ زرو پورې زیاتوالی راځي."
Khalid Janbaz the founder of Australia-based registered charitable organisation, Helping Needy Afghans (HNA)
خالد جانباز
د روژې په میاشت کې هر څه ګرانیږي

شمس الرحمن ماموند په افغانستان کې د استرالیا د دفاعي ځواکونو (ADF) پخوانی ترجمان او فرهنګي سلاکار دی، چې له تېرو شاوخوا ۹ کلونو راهیسې په نیوکاسل کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

هغه په بهر کې د خپل مور او پلار او خویندو مالي ملاتړ کوي او د روژې په میاشت کې له اړو خلکو سره د مرستې لپاره خپل وطن ته پیسې لیږي.

هغه وايي: "زه د عادي وخت په پرتله [په روژې کې] ډیرې مالي مرستې لیږم ځکه چې د روژې په مبارکه میاشت کې هرڅه ګرانېږي."

"دا زما لپاره خورا سخته ده کله چې خلک ما ته پیغامونه را استوي او د مرستې غوښتنه کوي، (او) له بده مرغه چې زه نشم کولی د هرچا سره مرسته وکړم، مګر زه خپلې وسې پوره هڅه کوم."
WhatsApp Image 2024-03-26 at 2.31.59 PM.jpeg
شمس الرحمن ماموند Credit: Facebook / Shamsurahman Mamond
د حوالې خدمتونه

افغانستان ته د پیسو د لېږلو بېلابیلې لارې شته لکه د پیسو انلاین انتقال او د حوالې له لارې د پیسو استول. مګر ډیر افغانان د حوالې سیسټم له لارې خپلې پیسې افغانستان ته استوي.

آصف بارز له ۱۹۹۸ کال راهیسې په سیډني کې د پیسو د لېږد خدمتونه وړاندې کوي. هغه وایي کله چې لومړی ځل هغه د پیسو د حوالې کاروبار پیل کړ، افغان ټولنه کې خلک له دې سیسټم سره نا اشنا وه.

هغه وايي د روژې په مبارکه میاشت کې خلک ډېر خیریه کارونه کوي، له همدې امله افغانستان ته د پیسو په لېږد کې هم زیاتوالی راځي.
f979d89f-db9f-454b-8075-104b040182c5.jfif
په سیډني کې د پیسو د لېږد خدمتونه وړاندې کونکی، آصف بارز Credit: Supplied
هغه وايي: "افغانان د ټيټ فیس، چټک خدمت، په افغانستان کې د فعالو بانکونو د نشتوالی، د بانکونو د لوړ فیس او د تبادلې د ښه نرخ په شمول د مختلفو دلایلو له امله د بانکي لېږد په پرتله حوالې ته ترجیح ورکوي."

"د روژې په میاشت کې د حوالو په لېږد کې زیاتوالی لیدل کېږي."

" د روژې په میاشت کې د حوالو لېږد له ۲۵ څخه تر ۳۵ سلنه پورې زیاتېږي."
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زموږ خپرونه دلته پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
په آسټرالیا کې د مېشتو افغانانو لخوا افغانستان ته د مرستو په لېږد کې زیاتوالی راغلی دی | SBS Pashto