د سيدني ښار Berala او شاوخوا سيمې د کرونا ويروس لمن کې دي

سيدني ښار کې دا مهال د کرونا ويروس پيښې په هغو سيمو کې ډيرې شوي چيرې چې د پښتنو په ګډون ګڼ شمير مهاجرې ټولنې ژوند کوي.

NSW Chief Health Officer Dr Kerry Chant provides a COVID-19 update

พญ. แคร์รี แชนท์ ประธานเจ้าหน้าที่สาธารณสุขรัฐนิวเซาท์เวลส์รายงานความคืบหน้าสถานการณ์โควิด 19 Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۲ نوې پيښې ثبت کړې او نوې پيښې د Berala ښارګوټي BWS دکان له پيښو سره تړلي دي.

يوازې د کرسمس په شپه  شاوخوا ۱۰۰۰ کسان داسې مهال ياد دکان ته تللي چې هلته ويروس موجود وه.

اوس ويره داده چې ياد ويروس به شاوخوا سيمو ته هم ليږدول شوی وي نو ځکه چارواکي د لا ډير معاينه کيدو باندې ټينګار کوي ترڅو له مخه يې د ويروس ليږد مخه ونيسي.

سيدني ښار کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲،۲۷۵ کسانو د کرونا ويروس معاينه کړې.

بله خوا ۷ نورې پيښې په هغو مسافرو کې موندل شوي کوم چې له بهر څخه راتګ وروسته هوټلونو کې قرنطين دي.

د سيدني ښار Berala سيمې په BWS دکان کې د کرونا ويروس د ډيسمبر مياشت ۲۲ نيټې څخه تر نوي کال شپې پورې موجود وه.


د روغتيا چارواکي وايي، ټول هغه کسان چې ياد دکان ته په ذکر شوې موده کې تللي هغوی دې ځانونه کورونو کې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کړي.

د سيدني ښار لويديځ سيمې خلکو څخه غوښتل شوي ترڅو د زکام عادي نښې لرلو سره دې د کرونا ويروس معاينه وکړي.

د نيو ساوت ويلز ايالت چارواکي وايي، که چيرې Berala ښارګوټي اوسيدونکي ډيره کې د کرونا ويروس معاينې ته مخه نه کړي نو کيدای چي پر يادې سيمې او شاوخوا يې بنديزونه ولګول شي.

سيدني ښار کې د ماسک اغوستل جبري شوې او عامه ټرانسپورټ، عبادت ځايونو او داخلي ځايونو کې بايد د مخ ماسک واغوستل شي.

د ماسک نه کارونکي ۲۰۰ ډالر جريمه کيږي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS News
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service