د بګرام هوايي ډګر چې امريکا او نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو لويه نظامي اډه هم وه له شل کلونو وروسته ياده اډه افغانانو ته وسپارل شوه.
ياده اډه افغان ملي امنيتي ځواکونو ته په رسمي ډول وسپارل شوه ولې دا معلومات ځينو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط له اسوشيټيټ پريس رسنۍ سره شريکې کړي.
د بګرام هوايي ډګر او نظامي اډې تړلو سره داسې بريښي چې افغانستان کې پاتې ۲۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ امريکايي پوځيان به له افغانستان څخه وتلي وي او يا به نږدې ورځو کې بهر وځي.
دا پداسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر جو بايډن لدې وړاندې اعلان کړی وه چې امريکايي پوځيان به د روان کال سپټمبر مياشت پورې له افغانستان څخه بهر وباسي.
د اسوشيټيټ پريس خبر له مخه د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو وتلو اعلان سره داسې بريښيده چې پاتې ۷۰۰۰ پوځيان به جولای مياشت ۴ نيټې پورې له افغانستان څخه ووځي.
داسې ويل کيږي چې ډيري اوروپايي هيوادونو له افغانستان څخه خپل پوځيان ويستلي.
امريکايي چارواکي امنيتي دلايلو له مخه دا نه وايي چې کله د امريکا وروستی پوځي له افغانستان څخه بهر وځي.
د حامد کرزي هوايي ډګر امنيت لا اوس د امريکايي پوځيانو په لاس کې دی او د ياد هوايي ډګر امنيتي چارې ترکيي پوځيانو ته پر سپارلو بحث روان دی.
داسې ويل کيږي چې امريکا به خپل ۶۵۰ پوځيان افغانستان کې ساتي ترڅو هغوی وشي کولی د سفارت کار کوونکو امنيت ونيسي او دوی به د يادو پوځيانو ساتل لپاره له افغان حکومت نوې هوکړه لاسليک کوي.

