Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

امريکا له افغانستان څخه خپلو سرتيرو خوندي ويستلو لپاره نور پوځيان استوي

د امريکا دفاع وزارت وياند جوهن کيربي وايي، د ولسمشر جو بايډن ژمنې پوره کولو لپاره د امريکايي سرتيرو خوندي ويستلو لپاره کيدای نور پوځيان افغانستان ته واستول شي.

US soliders west of Kabul, Afghanistan (file)
Thousands of American and allied troops have died in fighting in Afghanistan since 2001. Source: AAP

د امريکا دفاع وزارت وياند جوهن کيربي نن خبريالانو ته خبرو کې وويل، د امريکا نظامي مشران له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو خوندي وتلو پر تګلارو غور کوي او ددې امکان شته چې د پوځيانو خوندي ويستلو لپاره ځيني نور امريکايي پوځيان افغانستان ته واستول شي.

ښاغلي وويل، د طالبانو لخوا امريکايي پوځيانو پر وړاندې ګواښ جدي نيول کيږي او لکه څنګه چې ولسمشر جو بايډن او دفاع وزير خپلو خبرو کې څرګنده کړه، که چيرې طالبانو لخوا پر امريکايي پوځيانو او يا هم ملګرو هيوادونو پوځيانو بريد ترسره شي نو د امريکا له کلک غبرګون سره به مخ شي.

نوموړی دا خبرې داسې مهال مطرح کوي چې د قطر کې د طالبانو دفتر امريکا د دوحې تړول پر ماتول تورن کړی او ويلي دي امريکا تړون له مخه خپل ټول پوځيان د می مياشت پر لومړۍ نيټه له افغانستان څخه نه وباسي.

د امريکا پوځي چارواکو ويلي، د امريکايي سرتيرو له افغانستان څخه وتلو لړۍ د می مياشت لومړۍ نيټې څخه پيليږي او د سپټمبر مياشت ۱۱ نيټې پورې به ټول پوځيان له افغانستان څخه وويستل شي.

د دفاع وزارت وياند خپلو څرګندونو کې وويل، " دا ويره شته چې د امريکايي پوځيانو وتلو سره به ځيني مقاومتونه شتون ولري، او بل افغانستان جغرافيه داسې ده چې اوبو ته لار نه لري نو وتلو دوران کې به ټولې انديښنې پام کې نيول کيږي او عراق څخه د امريکايي پوځيانو وتلو تجربې څخه کار اخيستل کيږي."

د امريکا ولسمشر جو بايډن او ناټو سر منشي د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې خپل ټول پوځيان به د سپټمبر مياشت تر ۱۱ نيټې څخه افغانستان څخه وباسي.

د دفاع وزارت وياند دا څرګنده نه کړه چې څومره نوي پوځيان او کله افغانستان ته استول کيږي.

کابل ته د امريکا دفاع وزير سفر دوران کې نوموړي وويل، د طالبانو له خطر څخه خبر دی ولې که د هغوی لخوا پر امريکايانو او يا ملګرو هيوادونو يې هر ډول بريد وشي د امريکا له کلک غبرګون سره به مخ شي.

د امريکا پوځي چارواکو ويلي، له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو ويستلو وروسته به په سيمې هيوادونو کې د ترهه ګرۍ ضد پوځيان ځای پر ځای کړي ترڅو هر رنګه خطر پر وړاندې د هغوی پر وړاندې عمل وکړي.

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now