Breaking

د امریکا ولسمشر‌‌‌‌‌‌ ډونالډ ټرامپ په کرونا وېروس اخته شوی

د جان هاپکنز پوهنتون لخوا خپرې شوې شمېرې ښیي چې تر دې دمه شاوخوا ۷.۵ میلیونه‌کسان‌ په امریکا کې په کرونا وېروس اخته شوي

President Donald Trump gestures while speaking during the first presidential debate Tuesday, Sept. 29, 2020, at Case Western University and Cleveland Clinic, in Cleveland, Ohio. (AP Photo/Julio Cortez)

Donald Trump gestures while speaking during the first presidential debate Source: AP

 د امریکا ولسمشر ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډونال‌‌‌‌‌‌ډ ټرمپ او د هغه میرمن میلاني ټرمپ په کرونا وېروس (کووې‌‌‌‌‌‌ډ -۱۹) اخته شوي. 

ښاغلي ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه دغه خبره منلې چې د کرونا وېروس ټيسټ یې مثبت و. دغه خبر په کرونا وېروس د ‌‌‌‌‌‌ډونال‌‌‌‌‌‌ډ ټرمپ د نږدې سلاکارې هاپ هکس له اخته کېدو وروسته خپرېږي.
ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه همدا راز لیکلي چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به ځانونه قرنطين کړي او درملنه به پيل کړي.

ټرمپ ۷۴ کاله عمر لري او په هغه ‌‌‌‌‌‌ډله کې راځې چې په خطر کې دي. نوموړی په داسې حال کې په کرونا وېروس اخته کېږي چې ټاکنو ته شاوخوا یو میاشت وخت پاتې دی.

امریکا د نړۍ هغه هېواد دی چې د کرونا وېروس تر ټولو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي.

خپرې شوې شمېرې ښیي چې تر دې دمه شاوخوا ۷.۵ میلیونه کسان په امریکا کې په کرونا وېروس اخته شوي او شاوخوا ۲۱۰ زره کسانو‌خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Maani Truu

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service