امريکا کې په يوه ورځ د کرونا ويروس مثبتو پيښو نوی ريکارډ

امريکا چې د کويډ-۱۹ لمن کې دی او د تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې لري لومړي ځل لپاره يې په ۲۴ ساعتو کې نږدې ۵۰ زره نوې پيښې ثبت کړې.

A COVID-19 test in Germany.

A COVID-19 test in Germany. Source: Getty

نړۍ کې پر کرونا ويروس وبا لس نيم ميليونه کسان اخته دي او له ۵۰۰ زرو ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د روغتيا نړيوالې ادارې مشر ډاکټر ټيډروس وايي، د کرونا وبا لا ختمه نده او نه هم دا وبا ختميدو ته نږدې ده.

امريکا د نړۍ تر ټولو ډير ځپل شوی هيواد دی چيرې چې پر کرونا ويروس د مبتلا کسانو شمير ورځ تر بلې د ډيريدو په حال کې دی. دا مهال ۲ ميليونه او نږدې ۷ لکه امريکايان پر کرونا ويروس اخته شوي او يوازې تيرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۵۰ زره نوې پيښې په ياد هيواد کې ثبت شوې چې لدې سره دا لومړی ځل دی په يو هيواد کې په ۲۴ ساعتونو کې په دومره ډير شمير نوې پيښې ريکارډ شي.

بله خوا هند کې هم د کرونا ويروس مثبتې پيښې له ۶۰۰ زرو لوړې شوې او يادو شميرو سره هند د نړِۍ هيوادونو کتار کې څلورم ځای خپل کړی.

دا مهال برازيل له ۱ ميليون ۴ لکه او ۴۸ زرو پيښو سره دويم او روسيه له ۶ لکه ۵۳ زرو پيښو سره دريم ځای لري.

د اسټراليا ويکټوريا ايالت له ۱۵ ورځو راهيسې پرله پسې د کويډ-۱۹ ډيرو مثبتو پيښو شاهده دی او ياد ايالت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ نوې پيښې ثبت شوي.

ويکټوريا ايالت کې ۳۰۰،۰۰۰ کسان بند شوي او يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلو اجازه لري.

ياد ايالت کې ۱۰۰۰ نوي پوليس بندو سيمو کې ځای پر ځای شوي ترڅو په کورونو کې پاتې کيدو نوي تدابير عملي کړي.

د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوز وايي، که د ويکټوريا ايالت اوسيدونکي د حکومت لار هوونو باندې عمل ونه کړي نو ياد ايالت به ټول په کور کې اوسيدو له سختو محدوديتونو سره مخ شي.

نړۍ کې دا مهال بيلابيل ساينس پوهان او لابراتورونه هڅه کوي ترڅو کويډ-۱۹ لپاره واکسين جوړ او د خلکو لاسرسي ته يې وړاندې کړي ولې دا واکسينونه دا مهال د ازموينې بيلابيلو پړاونو څخه تيريږي او کويډ-۱۹ لپاره لا واکسين ندی جوړ شوی.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service