امريکا کې ۲۲ ميليونه کسان بې کاره او هره ورځ زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي

کرونا ويروس امريکا کې هر څه په ټپه درولي او هره ورځ زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Analyzing the Patterns in Trump’s Falsehoods About Coronavirus

(The New York Times) Source: The New York Times

امريکا کې دا مهال ۶۷۱،۰۰۰ څخه ډير کسان پرو کرونا ويروس مبتلا دي او نږدې ۳۵،۰۰۰ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امريکا کې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي او ډير لوی ښارونه تړل شوي.

بله خوا هره اونۍ ميليونونه کسان بې کارۍ لپاره حکومتي پيسو مرستو ترلاسه کولو ته مخه کوي.

يوازې تيره اونۍ ۵،۲ ميليونه اعضافي امريکايانو بې کارۍ لپاره حکومتي پيسو مرستې غوښتنه کړې چې لدې شمير سره ټوله کې ۲۲ ميليونه امريکايان دا مهال بې کاره دي او پيسو مرستې غوښتنه کوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمه بيا د روغتيا نړيوالې ادارې لار ښوونې خلاف د ځينو ښارونو بيرته پرانيستلو پلان لري او وايي، چې اوسنۍ اقتصادي بحران ده لپاره د منلو ندی نو ځکه بايد امريکا بيرته پرانيستل شي.

د روغتيا نړيوالې ادارې لدې وړاندې ويلي ول، که هيوادونه د ګرځبند محدوديتونه له وخت څخه مخکې لرې او يا نرمښت پکې راولي نو هيوادونه به له ستر ناورين سره مخ شي.

امريکا کې هره ورځ زرګونه کسان پر کرونا ويروس مبتلا او مړه کيږي. سوال دا پيدا کيږي که امريکا خپل هر څه بيرته فعاله کړي نو آيا دا شته خطرونه به پر خپل ځان ومني او آيا نړۍ به له امريکا سره راکړه ورکړه ولري؟

ټوله نړۍ کې دا مهال پر کرونا ويروس مبتلا کسانو شمير ۲ ميليونه ۱ لک او ۵۲ زرو څخه لوړ شوی او تر اوسه ۱۴۵ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

کاناډا او انګلستان خپل ښارونو تړلو موده نوره هم وغځوله.

چين اعلان وکړ چې اقتصاد يې ۶.۸ سلنه تاوان ليدلی چې دا  تيرو ۴۴ کلونو کې يو بې سارۍ تاوان ګڼل کيږي.

اسټراليا کې چارواکي وايي، د کرونا ويروس خپريدو شمير کابو کولو سره به څلور اونۍ وروسته ځينو محدوديتونو کې نرمښت راولي.

 

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service