Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پښتونخوا کې انجلۍ او هلک غيرت په نامه وژل کيدو وروسته له جنازو پرته خښ شوي

د پاکستان خيبر کرن خيل سيمه کې يوه انجلۍ او هلک غيرت تر نامه لاندې وژل شوي او له جنازو پرته خاورو ته سپارل شوي.

Tribal areas in Pakistan
Source: TNN

د قبايلو خبر شبکې رپوت له مخه د خيبر په کرن خيلو سيمه کې يوه انجلۍ او هلک غيرت په نامه قتل شوي او له وژنې وروسته د بدنامۍ ويرې له امله دواړه له جنازو او نورو مراسمو پرته خاورو ته سپارل شوي.

پښتنو ميشتو سيمو کې داسې پيښې کمې ندي او په ځانګړي ډول قبايلو سيمو کې د غيرت په نامه د هلک يا انجلۍ وژنې پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي.

د بشر حقونو مدافعينو په وينا ځينو پښتنو ميشتو سيمو کې د غيرت تر نامه لاندې وژنه عادي عمل ګرځيدلی او بله خوا بيا ځيني کورنۍ له بدنامۍ ويره له وجې اسلامي اصول او قوانين تر پښو لاندې کوي يا خو ځوانان وژني او د هغوی وژنې ته بل نوم ورکوي او بله خوا بيا د هغوی جسدونه سلامي اصولو سره سم خاورو ته نه سپاري. هغسې خآورو ته نه سپاري.

د ځينو پښتنو داسې کړنو او د هغې پټ ساتل اصل کې د بشر حقونو ادارو کار سخته کړی ځکه د ټولنې غړو لخوا له يادو ادارو سره همکاري نه کيږي ځکه کورنۍ معلومات پټ ساتي.

د بشر حقونو ادارې وايي همدا وجه ده چې دوی بې خبره پاتې کيږي او خپل پوهاوي پروګرامونه ښه شکل سره پر مخ نشي وړلی.

د ځينو رپوټونو له مخه يوازې تير کال خيبر پښتونخوا کې غيرت تر نامه لاندې د ۹۵ کسانو وژل کيدو پيښو رپوت ورکړل شوی ولې پدې شميرو کې د قبايلو معلومات شتون نه لري او داسې څومره پيښې به پټې پاتې کيږي دې اړه باندې هم کافي اندازه معلومات نشته.

د بشر حقونو ادارو رپوت له مخه په کال ۲۰۱۹ کې د ښځو وژنې په پيښو کې ۹ سلنه ډيروالی راغلی.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې غيرت تر نامه لاندې وژنو پيښو په اړه کورنۍ د بدنامۍ له وجې خبر نه ورکوي او کورنيو غړو مړه کيدو وجه عادي مړينه يادوي.

قبايلو سيمو کې قاتلين تل ازاد تګ راتګ کوي او د قانون ويره نه لري.

د پاکستان د بشر حقونو اداره وايي، قبايلو سيمو کې د ښځو وژنه يو ډير عادي او اسان عمل ګڼل کيږي ځکه د پوښتنې څوک نشته او نه هم يادو سيمو کې قانون عملي کيږي.

د ښځو حقونو فعاله سنا عجاز وايي، قبايلو سيمو کې ډيرې ښځې غيرت تر نامه لاندې وژل کيږي او رپوټ شوو شميرو څخه د يادو پيښو شمير ډير لوړ دی.

اغلې وايي، قبايلو سيمو کې د خلکو غيرت تر نامه وژنه او بيا پر هغې طبعي او يا خودکشی تور لګول يو معمول عمل ګرځيدلی.

 

 

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now