ويکټوريا ايالت يو ځل بيا د کوويډ-۱۹ خطرناکې څپې لمن کې دی

د ويکتوريا ايالت حکومت نن سهار اعلان وکړ چې ياد ايالت وګړي به له نن شپې څخه اوو ورځو لپاره بنديږي ترڅو ياد ايالت کې د کرونا ويروس نوو پيښو خپريدو مخه ونيول شي.

Fears some businesses will not survive Victoria's fourth lockdown

Source: SBS/Aaron Wan

ويکټوريا ايالت کې تر دې دمه ۳۴ کسان په کرونا ويروس اخته شوي او د لا ډيرو اخته کيدو ويره ده.

د هند کرونا ويروس ډول دا مهال د ويکټوريا ايالت اوسيدونکو په مينځ کې خپور شوی، حکومت د لا دير خپريدو مخنيوي لپاره له نن شپې څخه د ځينو سختو محدوديتونو اعلان وکړ.

اډيليډ ښار هوټل قرنطين څخه وتلو وروسته يو کس ملبورن ښار ته داسې مهال سفر کړی چې په کرونا ويروس اخته وه. ويکټوريا ايالت کې ټولې نوې پيښې له هماغه مسافر سره تړاو لري.

له نن شپې ۱۱:۵۹ دقيقو وروسته به د ويکټوريا ايالت اوسيدونکي يوازې ضروري کارونو لپاره له کور څخه بهر تللی شي او داخلي او بيروني ځايونو کې د ماسک کارول جبري ګرځول کيږي.

ويکټوريا ايالت کې ښوونځي تړل کيږي او زده کړې به انلاين له لارې ترسره شي.

د خواړو توکو پلورل دکانونه، درملتون، د تيلو پمپ، بانکونه او ځيني نور ضروري خدمتونه پرانيسې پاتې کيږي ولې بله خوا رستورانتونه، بار او کافي شاپ به يوازې ټيک اوې  خدمتونه وړاندې کوي.
Melbourne lockdown, COVID-19
From 11:59pm, 27 May until 4 June there are only five reasons to leave home, the 5th reason being if you are scheduled for vaccination against COVID19 Source: (AAP Image/Erik Anderson
ويکټوريا ايالت کې خلک يوازې ۵ دلايلو له مخه له کور څخه باهر وتلی شي.
  • د خواړو توکې اخيستل
  • پالنه ترلاسه کول او يا بل چاته يې ورکول
  • هغه کار ته تګ چې حکومت يې ضروري کارونو کې شماري
  • ورزش کول
  • د کرونا ويروس ضد واکسين ترلاسه کول
ويکټوريا ايالت اوسيدونکي کولی شي خپلو کورونو څخه يوازې ۵ کيلو متره فاصله لرې سفر وکړي.
ورزش کولو ته هم په ورځ يوازې دوه ساعتونو لپاره اجازه ورکول کيږي.
 

ويکټوريا ايالت کې پر ودونو او هم مذهبي راټوليدو بنديز لګيدلی.
د ويکټوريا ايالت سرپرست مشر جيمز مرلينو وويل، مخکې لدي چې ناوخته شي، ويکټوريا ايالت اوسيدونکو باندې محدوديتونو لګول اړين وه.
دا څلورم ځل دی چې ويکټوريا ايالت کې داسې محدوديتونه او بنديزونه لګول کيږي، تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۱ نوې پيښې ريکارډ شوې.
ملبورن ښار کې ۱۵۰ ودانيو او ځايونو کې د کرونا ويروس خپريدو ويره ده او روغتيا چارواکي ۱۰،۰۰۰ کسانو ته معاينه او قرنطين کيدو لار ښوونه کړې.
ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس ضد واکسين کولو پروګام چټکۍ سره پر مخ روان دی  او ټول هغه کسان چې ۴۰ کلونو څخه ډير عمر لري کولی شي ويکټوريا کې د فايزر واکسين ترلاسه کړي.
 
 
 
 




 
 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS Pashto
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
ويکټوريا ايالت يو ځل بيا د کوويډ-۱۹ خطرناکې څپې لمن کې دی | SBS Pashto