د اسټراليا ويکټوريا ايالت د ريکارډ په کچه د کويډ-۱۹ نوې پيښې ثبت کړې

د اسټراليا نيو ساوت ويلز او ويکټوريا ايالتونو ترمينځ پوله له سبا شپې داسې مهال تړل کيږي چې ويکټوريا ايالت کې د کويډ-۱۹ نوې پيښې ورځ تر بلې ډيريدو حال کې دي.

COVID-19 testing staff arrive at one of the public housing towers on Racecourse Road in Flemington, Melbourne, Sunday, 5 July, 2020.

COVID-19 testing staff arrive at one of the public housing towers on Racecourse Road in Flemington, Melbourne, Sunday, 5 July, 2020. Source: AAP

د اسټراليا دوه ايالتونو ويکتوريا او نيو ساوت ويلز ترمينځ پوله ۱۰۰ کاله وروسته يو ځل بيا تړل کيږي.

دا پريکړه د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوز وکړه او خپل ايالت اوسيدونکو ته يې نورو ايالتونو ته سفر نه کولو وويل.

ښاغلي انډريوز رسنيو سره خبرو دوران کې وويل، د ويکټوريا ايالت ريکارډ په کچه تيرو ۲۴ عاتونو کې ۱۲۷ نوې پيښې ثبت کړې.

ويکتوريا ايالت کې يو ۶۰ کلن او بل ۹۰ کلن کس کويډ-۱۹ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ چې لدې سره اسټراليا کې د ټولې مړينې شمير ۱۰۶ تنو ته لوړ شو.
د نيو ساوت ويلز او ويکټوريا ايالتونو د پولې تړلو پريکړه د دواړو ايالتونو مشرانو او لومړي وزير سکاټ موريس په مشوره شوې.

دا پوله تير ځل په کال ۱۹۱۹ کې د سپانيش فلو يا هسپانيوي زکام وبا وخت تړل شوې وه.



د پولې تړل به د نيو ساوت ويلز ايالت پوليسو لخوا څارل کيږي او دواړو لورو خلکو ته به د تګ راتګ اجازه نه ورکول کيږي، ولې هغه کسان کوم چې تګ راتګ لپاره معافيت غواړي هغوی بايد سرويس نيو ساوت ويلز ويبپاڼه باندې فورمه ډکه کړي او د معافيت غوښتنه وکړي.

د ويکتوريا ملبورن ښار ځيني واړه ښار ګوټي تړل شوي او د ملبورن شمال کې Kensington کې  نهه لوی اپارتمانونه کوم چې دولت لخوا بې وزله کسانو ته ورکول شوي په بشپړ ډول تړل شوي. لومړيو کې دا اپارتمانونه ۵ ورځو لپاره تړل کيدل ولې نن د ياد ايالت صدراعظم ښاغلي انډريوز وويل، کيدای شي دا بنديز تر ۱۴ ورځو پورې وي او د يادو اپارتمانو اوسيدونکي يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وتلی شي.

حکومت د يادو اپارتمانو ۳۰۰۰ اوسيدونکي کويډ-۱۹ لپاره معاينه کوي.
A sign is seen on a window at one of the public housing towers on Racecourse Road in Flemington, Melbourne.
A sign is seen on a window at one of the public housing towers on Racecourse Road in Flemington, Melbourne. Source: AAP
تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲۷ نوو پيښو څخه ۱۶ يې په تړل شوو اپارتمانو کې ثبت شوي.

تر اوسه يادو اپارتمانو کې ټولې ۵۳ پيښې ريکارډ شوي چې لدې سره ټول ويکټوريا ايالت کې فعاله کيسونه ۶۵۰ ته لوړ شوي.

ويکټوريا ايالت کې د کويډ-۱۹ ډيرې نوې پيښې د ټولنې خلکو ترمينځ يو بل ته ليږد څخه رامينځته شوي کوم چې د انديښنې وړ حالت ګڼل کيږي.

لدې وړاندې اسټراليا کې ډيرې پيښې په هغو مسافرو کې ليدل کيدې کوم چې له بهر څخه اسټراليا ته راتلل ولې اوس حالت بدل شوی.

نيو ساوت ويلز ايالت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کويډ-۱۹ لس نوې پيښې ريکارډ شوي.

 

-------------------------------------------------------------------------

اسټرالیا کې مېشت کسان باید د یو بل ترمنځ، له یو نیم متر څخه زیات فزیکي واټن وساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Evan Young, Maani Truu

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service