Breaking

ويکټوريا ايالت په يوه ورځ کې د اسټراليا تر ټولو ډيرې کوويد-۱۹ پيښې ثبت کړې

ويکټوريا ايالت کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له ۱۸۰۰ څخه ډيرې نوې پيښې ثبت کړې. د کرونا ويروس وبا پيل څخه تر دې دمه دا شمير په ټول اسټراليا کې لوړ ثبت کيږي.

 A general view of a quiet Market Street in the city on 6 October, 2021 in Melbourne.

A general view of a quiet Market Street in the city on 6 October, 2021 in Melbourne. Source: Getty Images AsiaPac

ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۱۸۳۸ نوې پيښې ثبت کړې او په همدې موده کې د ۵ کسانو مړينې خبر هم ورکړل شوی.

د کرونا ويروس وبا پيل څخه تر دې دمه دا په اسټراليا کې تر ټولو لوړې شميرې دي چې يو ايالت يې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت کوي.

ويکټوريا ايالت کې وروستيو پيښو وروسته د کرونا ويروس له امله د مړو کسانو شمير ۷۵ تنو ته ورسيد.
په تيرع ۲۴ ساعتونو کې ۷۷،۵۵۴ کسانو معاينه کړې او دا مهال ياد ايالت کې ۱۶۸۲۳ فعاله کيسونه شتون لري.

ويکټوريا ايالت کې د کرونا ويروس پيښو ډيروالي او پر روغتونو فشار ډيريدو له امله له بلې اونۍ وروسته به په امبولانس کې دوه نرسان يا ډاکټران يو ناروغ لپاره نه استول کيږي.

ويل کيږي ويکټوريا ايالت کې د امبولانس خدمتونه له ستر فشار سره مخ دي او بله خوا د اسټراليا ملي اردو ځواکونه او هم زده کوونکي له طبي برخې سره مرستې لپاره ګومارل شوي.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا Dijana Damjanovic
سرچینه: SBS News

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service