Breaking

کووېډ-۱۹: د آسټرالیا وېکټوریا ایالت یو ځل بیا تر ټولو ډېره مړینه ریکارډ کړه

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په وېکټوریا ایالت کې ۲۸۲ نوي کسان په کرونا وېروس اخته شوي او ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

Victorian Premier Daniel Andrews speaks to the media.

Source: AAP

د وېکټوریا ایالت مشر ډنیل انډریوز، د دوشنبې په ورځ (د آګست په ۱۷ نېټه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ایالت کې د کرونا وېروس ۲۸۲ نوې پېښې شوي او ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د کرونا وېروس د وبا له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې په وېکټوریا ایالت کې په یوه ورځ ۲۵ کسان د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر دې وړاندې تر‌ ټولو زیاته مړینه د آګسټ د میاشتې په ۱۲ نېټه ثبت شوې و.

د کرونا وېروس له امله د ۲۵ نویو کسانو له مرګ سره، په یاد ایالت کې د کرونا وېروس د قربانیانو شمېر ۳۳۴ او په ټوله آسټرالیا کې ۴۲۱ کسانو ته رسېدلی.
په وېکټوریا آیالت کې د کرونا وېروس ډیری قربانیان هغه کسان دي چې د لوی عمر لرونکو د ساتنې په مرکزونو کې ژوند کوي او له ۶۰ کلونو لوی عمرونه لري. 

په تېرو څو اوونیو کې د لوی عمر لرونکو د ساتنې له مرکزونو څخه ډیری لویان روغتونونو ته لېږدول شوي. د وېکټوریا د روغتیا وزرات مسئولین وايي چې پاتې نور به هم روغتونو ته انتقال کړي.

په وېکټوریا ایالت کې د ۲۸۲ نوي پېښو له ثبت سره وروسته، په دغه ایالت کې د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۷ زره او ۴۶۷کسانو ته رسیدلی. 

سره لدې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتو کسانو په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی. د تېرو څو ورځو شمېرې ښيي چې په دغه ایالت کې د پخوا په پرتله اوسمهال کم کسان په کرونا وېروس اخته کېږي.
A security guard is seen outside of Hambleton House in Melbourne, Monday, August 17, 2020.
اکثر قربانیان امروز کرونا در ویکتوریا ساکنان خانه‌های سالمندان هستند. Source: AAP


خپرې شوې شمېرې ښيي چې تر دې مهاله په ټوله آسټرالیا کې ۲۳،۵۷۰ کسان په کرونا وېروس اخته شوي. له دغې ډلې څخه ۱۳،۸۹۳ کسان بېرته ښه شوي، ۴۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.
په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.

په خپل ایالت یا سیمې کې د محدودیتونو په اړه وروستي معلومات دلته پیدا کولای شئ[https://www.sbs.com.au/language/pashto/how-australia-s-states-and-territories-are-relaxing-coronavirus-restrictions].

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. 

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service