Breaking

ويکټوريا کې د کرونا ويروس ۵۳۲ نوې پيښې ثبت شوې، د ياد ايالت پښتنو ميشتو سيمو کې ويروس چټکۍ سره خپريږي

د ويکټوريا ايالت صدراعظم ډينيل انډريوس نن ياد ايالت کې د ۵۳۲ نوو مثبتو پيښو خبر ورکړ او د تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ نورو کسانو ياد ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کرونا ويروس وبا له پيل څخه په ۲۴ ساعتونو کې دا لومړي ځل دی دومره ډيرې پيښې ثبت کيږي.

Victorian Premier Daniel Andrews

Victorian Premier Daniel Andrews stressed the importance of complying with public health restrictions. Source: AAP

ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس لمن کې دی او ورځ تر بلې نوو پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي، ويکټوريا ايالت په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۲ نوې پيښې ثبت کړې.

د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوس وويل، شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور يې د روغتون عاجلي څانګې کې درملنې لاندې دي.

"که تاسې د ناروغۍ احساس کوئ کار ته مه ځئ"  دا هغه ساته پيغام دی چې د ويکټوريا ايالت حکومت يې خلکو ته ورکوي او ورڅخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

د ويکټوريا ايالت حکومت ځينو سيمو کې د کرونا ويروس پيښو پر ډيريدو انديښنه ښايي او يادو سيمو کې ډيرې داسې دي چيرې چې پښتانه د زرګونو په شمير اوسيږي.

ډينډينانګ له هغو وړو ښارګوټو دی په کوم کې چې ورځ تر بلې د کرونا ويروس مثبتو پيښو کې ډيروالی ليدل کيږي.

Casey, Greater Dandenong, Frankston MonashWhittleseas, Brimbank, Moreland  ښارګوټو کې تر نورو ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي او يادو سيمو کې حالت کابو نه بريښي او لا نور ډير کسان پر کرونا ويروس اخته کيدلی شي.

ويکټوريا ايالت کې د زړو کسانو ساتنې مرکزونو کې هم د کرونا ويروس پيښې په ډير شمير ثبت شوي او د چارواکو په وينا يادو مرکزونو کې حالت ښه نه بريښي.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
ويکټوريا کې د کرونا ويروس ۵۳۲ نوې پيښې ثبت شوې، د ياد ايالت پښتنو ميشتو سيمو کې ويروس چټکۍ سره خپريږي | SBS Pashto