SKIP TO MAIN CONTENT

ويکتوريا ايالت کې له سبا څخه۱۰ ښارګوټي څلورو اونيو لپاره تړل کيږي

د اسټراليا ويکټوريا ايالت ۶۴ نوې پيښې ثبت کړې او له نوو پيښو سره ياد ايالت کې ۲۱۵۹ کسان په کرونا ويروس مبتلا شوي.

Covid-19 testing
Victoria has been ramping up COVID-19 testing in hotspots. Source: AAP

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Skip to article content

سبا شپې څخه به ويکټوريا ايالت کې لس واړه ښارګوټي يا (Suburbs) بشپړ ډول سره تړل کيړي.

د تړل کيدونکو ښارګوټو پوسټ کوډونه 3012.3021,3032,3038,3042,3046,3047,3055,3060,3064 دي.

له سبا څخه به دا ښار ګوټي تر جولای مياشت پای پورې تړل کيږي.

د يادو سيمو اوسيدونکي يوازې کار، ښوونځي، د نورو پالنه يا خدمت کول، ورزش ته وتل او يا خواړه او نورو ضروري توکو اخيستل.

که چيرې له يادو دلايلو پرته څوک له کوره بهر شي نو د پوليسو لخوا ځای پر ځای جريمه کيږي.

د يادو ښار ګوټو اوسيدونکي به يوازې ضروري کارونو لپاره له کوره بهر وځي او يادو ښارګوټو کې د بنديز نوي تدابيرو لپاره پوليس او نور امنيتي کسان ځای پر ځای کيږي.

د ويکټوريا ايالت صدر اعظم ډينيل انډريوز نن خبرې غوندې ته خبرو دوران کې وويل، د پيښو ډيروالي وروسته تر دې دمه ۹۳،۰۰۰ کسان کويډ-۱۹ لپاره معاينه شوي.

د ويکټوريا ايالت يادو لسو ښارګوټو ته د روغتيا کار کوونکي استول شوي ترڅو د خلکو معاينه د هغوی کور مخې ته وکړي ولې داچې دا معاينه جبري نده شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو له معاينه کيدو ډډه کړې.

ښاغلی انډريو وايي، که د روغتيا چارواکي مو دروازې ته راځي او له تاسو معاينه غواړي نو داسې همکاري وکړئ او معاينه وکړئ ځکه له همدې لارې مونږ کولی شو د کويډ-۱۹ ويروس خپريدل کابو کړو.

ويکټوريا ايالت به راتلونکو ۱۴ ورځو لپاره هيڅ بهرني مسافر وړونکې الوتکې ته ملبورن ته راتلو اجازه ورنه کړي.

ويکټوريا ايالت کې که تاسې د بيماری احساس کوئ نو ځانونه کرونا ويروس لپاره معاينه کړئ.

 

 

 


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now