په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳ نوې پېښې ثبت شوي دي

شاوخوا ۶۰ ورځې وروسته د لومړي ځل لپاره په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس درې نوې پېښې ثبت شوي چې ښيي ویروس په ټولنه کې له یو تن څخه بل تن ته انتقال شوی.

The Melbourne skyline.

Melbourne has reported three new cases of COVID-19 in the community. Source: AAP

شاوخوا دوه میاشتې وروسته یو ځل بیا په وېکټوریا ایالت کې د کرونا وېروس ۳ نوې پېښې ثبت شوي. د وېکټوریا ایالت د روغتیا ادارې مسئولین وايي چې نوې پېښې د ملبورن ښار په میچم (Micham)، هېلم (Halam) او مینتون سیمو کې ثبت شوي.
ګمان کېږي چې په ملبورن ښار کې نوې ثبت شوې پېښې به د سیډني ښار د کرونا وېروس له پېښو سره تړاو ولري.
د ترسره شویو څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې اخته کسانو په وروستیو کې د نیو ساوت ویلز ایالت ته سفر ندی ترسره کړی. مګر د پېښو د منبع معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

د ویکټوریا ایالت ترڅنګ نن په نیو ساوت ویلز ایالت کې هم د کرونا وېروس ۱۸ نوې پېښې ثبت شوي‌ چې ۹ نوې ثبت شوې پېښې د سیډني ښار له شمالي ساحلي‌ سیمو سره تړاو لري.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په آسټرالیا کې د کرونا وېروس ۳۱ نوې پېښې ثبت شوي. د نویو پېښو له ثبت سره په دغه هېواد کې د ټولو پېښو شمېر ۲۸۳۸۱ ته رسیدلی دی.

د آسټرالیا اوسېدونکي باید له یو بل سره ۱.۵ فاصله و ساتي.

د کرونا وېروس آزموینه اوسمهال د اسټرالیا په بېلابېلو سیمو کې ترسره کېږي. که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست،  نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه  ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په  ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ. که تاسو په ساه اخیستلو کې ستونزه لرئ نو له 000  شمېرې سره اړیکه ونیسئ. 

تاسو کولای شئ، د خپل موبایل له اپ سټور څخه د کوېډ سېف (COVIDSafe) اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ.

د اس بي اس شبکه ژمنه ده ترڅو تاسو ته د کرونا وېروس په اړه ستاسو په ژبه باوري راپورونه چمتو کړي. دلته تاسو کولای شئ  په ۶۳ ژبو خبرونه او معلومات پیدا کړئ: https://www.sbs.com.au/language/coronavirus


 

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service