Breaking

ملبورن ښار شپږم ځل لپاره له نن شپې وروسته تړل کيږي

ويکټوريا ايالت کې لا دوه اونۍ ندي تيرې شوي چې بنديزونه لري شوي، نن د ياد ايالت مشر ډينيل انډريوس وويل چې ياد ايالت به ۶ ځل لپاره تړل کيږي. دا پريکړه له هغه وروسته کيږي چې ياد ايالت کې يو ځل بيا د کرونا ويروس پيښې موندل شوي.

Victorian Premier Daniel Andrews has confirmed a new lockdown in response to a growing COVID-19 cluster in Melbourne's west.

Victorian Premier Daniel Andrews has confirmed a new lockdown in response to a growing COVID-19 cluster in Melbourne's west. Source: AAP

ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۶ نوو پيښو ثبت وروسته يو ځل بيا د بنديز اعلان وکړ او ياد ايالت به د پنجشنبې شپې ۸ بجو وروسته يوې اونۍ لپاره تړل کيږي.

" هيڅوک له مونږ او تاسو څخه نه غواړي چې پدې حالت کې اوسي او يو ځل بيا بنديزونه ولګول شي، ولې د ډيلټا کرونا ويروس ډول ډير ساري دی او که د ځينو نوو پيښو منبع معلومه نشي چې له کوم ځايه کسان په کرونا ويروس اخته شوي، دا ستونزمن کار وي او د روغتيا پوهانو په وينا دا پريکړې ترسره کيږي."

ښاغلی وايي، په اوسني شرايطو کې د پيښو څرنګوالي ته انتظار کول پکار نده او بايد ژر بنديزونه ولګول شي.

" نن کور ته لاړ شئ او بنديزونه پيل کړئ، له کوره ضروري کارونو پرته بهر مه وځئ ځکه کيدای شي ويروس خپور کړئ."


سيدني ښار کې د کرونا ويروس له ۵۰ سلنې ډيرې پيښو عمر له ۳۰ کلونو لږ ښودل شوی او يو ۲۰ کلن ځوان کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ويکټوريا ايالت چارواکي سبا له کاريګرو او کاروبارونو سره مرستې پلان وړاندې کوي.

 

 

In separate letters, the three schools reassured parents that none of their students or staff had tested positive so far.

Thursday marks the one-year anniversary of Victoria recording 725 cases, the highest daily number of infections in its deadly second wave of the virus.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AAP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service