ويکټوريا ايالت د کرونا ويروس ۳۷۲ نوې پيښې او د يو ۲۰ کلن کس مړينه ثبت کړه

ويکټوريا ايالت کې پر کرونا ويروس ډير اخته کسان ځوانان دي او ياد ايالت تر پرون ۸ بجې شپې پورې ۳۷۲ نوې پيښې او ۱۴ مړينې ثبت کړې.

A cyclist wearing a face covering crosses an overpass in Melbourne.

A cyclist wearing a face covering crosses an overpass in Melbourne. Source: AAP

ويکتوريا ايالت کې تر پرون شپې ۸ بجو پورې ۳۷۲ نوې پيښې ثبت کړې او ۱۴ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ياد ايالت کې تر اوسه ۲۸۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم پرون د کرونا ويروس له امله د يو کس مړينه چې عمر يې ۲۰ کلونو شاوخوا وه اسټراليا کې تر ټولو کم عمره مړينه ثبت شوه.

نور مړه شوي کسان د ۸۰ او ۹۰ کلونو عمر لرونکي زاړه کسان ول.

ويکټوريا ايالت کې له ۱۴ مړو کسانو څخه ۱۲ يې د زړو کسانو ساتنې مرکزونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي ول.

د ويکټوريا ايالت صدراعظم (پريمير) ډينيل انډريوس نن خبريالانو ته وويل، "ياد ايالت کې دا مهال د کرونا ويروس ۳۱۱۹ پيښې داسې دي کوم چې د اخته کيدو ښکاره وجه يې نده معلومه او د روغتيا چارواکو لپاره نا معلومې پيښې دي."

"مونږ دا ويلي چې داسې حالت مونږ ډير انديښمن کړي يو، ځکه مونږ پر داسې نامعلومو پيښو کار نشو کولی د کومو چې منبع د ويروس اخيستلو معلومې نه وي. دا مونږ لپاره تر ټولو ستره ننګونه ده او هم زمونږ ډير وخت پر همداسې پيښو لګول کيږي."

د ويکټوريا ايالت روغتيا برخې مشر بريت ساتون بيا وايي، ډير له نوو نا معلومو پيښو څخه په هغو ځوانانو کې ليدل کيږي د کومو عمرونه چې د ۲۰-۲۹ ترمينځ دي.

ښاغلی انډريوس وايي، همدا ځوانانو چې ډيره کې پر کرونا ويروس اخته کيږي، دوی کارونه ته ځي، بازارونو کې توکي پيري او ځينو برخو کې له شته قوانينو سر غړونې هم کوي.

ويکټوريا ايالت کې دا مهال ۱۱۸۸ روغتيا کار کوونکي پر کرونا ويروس اخته شوي.

د اسټراليا The Age ورځپاڼې رپوټ له مخه د ملبورن ښار د يو هوټل منيجر له يو بهرني مسافر څخه قرنطين وخت کې ويروس اخيستی او بيا نورو کار کوونکو او امنيتي ګارډانو ته ليږدولی.
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن نن د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل، اسټراليا له ډيرو پيچلو مسايلو سره لاس او ګريوان دی.

"خواشينونکی حقيقت دا دی چې مونږ په ځينو ورځو کې شاته پاتې يو، يعنې ځينو ورځو کې د کرونا ويروس کابو کوو او ځينو ورځو کې بيا مونږ له ستونزو سره مخوي."

ښاغلی لومړی وزير وايي، د کرونا ويروس نړيواله وبا د اسټراليا په ګډون نور ډير هيوادونو يې له ستونزو سره مخ دي.

په اسټرالیا کې مېشت کسان باید له یو بل سره ۱.۵ متره فاصله وساتي.

که چېرې تاسو باور لرئ چې تاسو هم ممکن په کرونا وېروس اخته شوي یاست، نو خپل ډاکټر ته زنګ ووهئ (لیدنه ونکړئ) یا د کرونا وېروس د معلوماتو له ملي مرکز سره په ۰۸۰ ۰۲۰ ۱۸۰۰ شمېره اړیکه ونیسئ.



شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا SBS News
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service