روسيې خپل پوځ اټومي وسلو برخې تيارسي اعلان وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل پوځي قوماندې ته امر کړی چې اټومي وسله وال ځواکونه دې په تيارسي ودروي. اوکرايني ځواکونو خارکيف ښار باندې د روسي سرتیرو برید په شا وتمباوه.

Russian President Vladimir Putin

Russian President Vladimir Putin Source: Pool Sputnik Kremlin

د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په یو اروپايي هیواد د ترټولو لوی برید په څلورمه ورځ، د اوکراین د ولسمشر دفتر وویل چې د کییف او مسکو ترمنځ خبرې اترې به د بیلاروس - اوکراین په پوله کې ترسره شي. دوی به له مخکینیو شرطونو کيښودلو پرته ملاقات وکړي 

په زرګونو اوکرایني ملکي وګړي چې په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان دي، د روسیې له برید څخه ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي. پلازمینه کیف لا هم د اوکراین د حکومت په لاس کې دی.

An armoured personnel carrier burns and damaged light utility vehicles stand abandoned after fighting in Kharkiv, Ukraine, Sunday, 27 February,
An armoured personnel carrier burns and damaged light utility vehicles stand abandoned after fighting in Kharkiv, Ukraine Source: AAP / Marienko Andrew/AP

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د روسیې له خوا پر ملکي زیربناوو د بریدونو سره سره خپل خلک راټول کړي او روسيې بريدونو پر وړاندې کلک مقاومت کړی. خو ښاغلي پوتین، چې دغه برید یې د "ځانګړي پوځي عملیاتو" په توګه بیان کړی، د یکشنبې په ورځ هغه مهال یو خطرناک نوی بيان خپور کړ کله چې هغه د روسیې دفاعي ځواکونو ته امر وکړ - د هغو واحدونو په اړه چې اټومي وسلې پکې شاملې دي - بايد په لوړه کچه تيار اوسي.

 

ښاغلي پوتین په دولتي تلویزیون کې وویل. هغه د ناټو د مشرانو له خوا توند غبرګونونه او د مسکو پر وړاندې د لویدیځ له خوا لګول شوي اقتصادي بندیزونو ته اشاره وکړه.

"لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ، نه یوازې لویدیځ هیوادونه په اقتصادي اړخ کې زموږ د هیواد په وړاندې غیر دوستانه اقدامات کوي - زما مطلب د غیرقانوني بندیزونو څخه دی چې هرڅوک یې په اړه ښه پوهیږي - بلکې د ناټو د مخکښو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي هم ځان ته اجازه ورکوي چې د تیري بیانونه وکړي. "

ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د امريکا استازې ليندا توماس وويل، پوتين روانې جګړې ته لا ډير زور ورکوي او پراخوي.اغلې وايي، د پوتين خپل پوځ اټومي برخه تيارسي حالت کې درول بايد په کلکه وغندل شي

سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د یکشنبې په ورځ وویل، د ښاغلي پوتین حکم د مسکو د ګواښونو د یوې نمونې یوه برخه ده چې د تیري توجیه کوي. اغلې ساکي د ABC د "دا اونۍ" په پروګرام کې وویل: "موږ لیدلي چې هغه دا ځل بیا دا کار کوي. په هیڅ وخت کې روسیه د ناټو له خوا تر ګواښ لاندې نه ده، آیا روسیه د اوکراین له ګواښ سره مخ ده."

 


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now