د لویدیځې آسټرالیا لومړي وزیر، مارک مک ګوون په یو ناڅاپي ډول سره د خپلې دویمې کاري دورې په نیمایي کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.
ښاغلی مک ګوون چې ۵۵ کاله عمر لري، نن یې د یوه خبري کنفرانس پرمهال دغه اعلان وکړ.
هغه وایي: " زما د ستونزو د حل کولو، پریکړې کولو، د پایلو ترلاسه کولو او خلکو سره د مرستې ننګونې خوښېدلې."
"مګر حقیقت دا دی چې زه ستړی یم، ډیر ستړی یم، په حقیقت کې، زه ستړی شوی یم."

ښاغلی مک ګوون زیاتوي، ډاډه دی چې د کارګر ګوند به په راټلونکو ټاکنو کې هم بریالی اوسي. مګر هغه دومره انرژي نلري چې د لومړی وزیر په توګه دندې ته دوام ورکړي او په راتلونکو ټاکنو کې مبارزه وکړي.
د آسټرالیا لومړی وزیر، آنتوني البنیزي وايي چې له ښاغلي مک ګوون سره یې ټليفوني خبري کړي او مبارکي یې ورکړې ده.
ښاغلی البنیزي وايي: "هغه د خپل ویاړلي ایالت پیاوړی لومړی وزیر، د لویدیځې آسټرالیا لپاره د کارګر ګوند غیر معمولي مشر او یو باوري ملګری و."
تر اوسه پورې د نوموړي ځای ناستی ندی ټاکل شوی، مګر د لومړي وزیر مرستیال راجر کوک، د روغتیا وزیره امبر جیډ سنډرسن او د ټرانسپورټ وزیره ریټا سیفيوټي له مخکښو نوماندانو څخه دي.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

