Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

واشنګټن پوسټ: عربي اماراتو د قطر ملي رسنۍ باندې انټرنيټي بريد کړی او جعلي خبر يې خپور کړی

رپوټونه وايي چې عربي اماراتو پر قطر اقتصادي او سياسي بنديزو پلان جوړ کړی او ياد هيواد يې له بحران سره مخ کړ.

Sheikh Abdullah bin Zayed bin Sultan Al Nahyan
Sheikh Abdullah bin Zayed bin Sultan Al Nahyan, the United Arab Emirates Minister of Foreign Affairs EPA/ALI HAIDER Source: EPA

د امريکا يوې وتلې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خبر ورکړی چې د عربي اماراتو د حکومت لوړ پوړو چارواکو د مې مياشت پر ۲۳ نيټه پر هغه پلان خبرې کړي کوم چې يوه ورځ وروسته د قطر ملي رسنۍ لخوا داسې يو جعلي رپوټ خپور شو کوم چې د ځينو عربي هيوادو غبرګونونه يې راوپارول او پر قطر يې بنديزونه ولږول.

جعلي خبر کې ليکل شوي ول چې د قطر امير ايران ستايلی وه چې همدا ددې باعث شو چې ځينو عربي هيوادو له قطر سره اړيکې پرې کړې او پرې يې بنديزونه ولږول.

قطر د ياد رپوټ خپريدو وروسته يې ژر ياد مطلب له ملي ټلويزيون ويبپانې لرې کړ او وويل چې پر يادې رسنۍ انتړنيټي بريد شوی او ياد خبر يې جعلي خپور کړی.

سعودي عرب، عربي امارات، بحرين، مصر د قطر رسنۍ بندې کړې او پر ياد هيواد يې نور بنديزونه هم ولږول.

واشنګټن کې د عربي اماراتو سفارت دا خبر رد کړی چې ګواکې عربي اماراتو دا هر څه پلان کړي ول او قطر يې له سياسي او اقتصادي بحران سره مخ کړ.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now