ياد کميسيون خپله پلټنه کې د ۷۵ کليساوو ملايانو يا مشرانو څخه پلټنه کړې او موندنه يې کړې چې له کال ۱۹۵۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ډير شمير د کليساوو غړي له ماشومانو سره جنسي زورزياتی کړی.
دا موندنې چې ډيرو ته حيرانوونکې دي د ياد کميسيون لخوا خپرې شوې او نن به د يادو تورونو اوريدو وروستی ورځ وي چې د اسټراليا سيدني ښار کې به ياد کميسيون جنسي زورزياتي برخې ښکيلو کسانو څخه به د هغو څرګندونې اوري.
ياد کميسيون خپل رپوت کې وايي چې له کال ۱۹۸۰ څخه تر فبروری ۲۰۱۵ کاله پورې ۴۴۴۴ کسان د کاتوليک کليساوو غړو لخوا جنسي اړخه زورول شوي.
کله چې د زورول شوو کسانو جنس په اړه معلومات خپاره شول نو ۷۸ سلنه له زورول شوو کسانو څخه نارينه ول..
هغه نارينه چې زورول شوي د هغو په مينځنۍ کچه عمر ۱۱ کاله ښودل شوی او بيا بله خؤا ښځينه وو عمر ۱۰ کاله ښودل شوی.
او په مينځنۍ کچه هغه عمر کوم چې يو چا خپلې زورونې په اړه دعوه کړې هغه ۳۳ کلنې ښودل شوې.
هغه کسانو چې په يادو جرمنو کې لاس لاره د هغو شمير ۱۸۸۰ ښودل شوې او دا کسان معلومه شوي هم دي ولې بيا ۵۰۰ نور داسې کسان هم په جنسي زورونې کې شامله دي کوم چې لا ندې معلوم شوي.
د کاتوليک کليساوو 95 کسان يې بيا د کليسا ښځينه غړي دي چې دوی ټول په جنسي زورونې تورن دي.
د کليساوو ځينو چارواکو په وينا يادې شميرې او موندې حيرانوونکې دي.
ويل کيږي چې په کاتوليک کليساوو کې له ماشومانو سره جنسي زور زياتی اصل کې د کليساوو ناکامي ښايي.