'په میاشت کې ۸ ډالره': ایلان ماسک د ټویټر شبکې له تایید شویو حسابونو څخه میاشتنی فیس اخلي

د ټویټر شبکې نوی مشر، ایلان ماسک غواړي د دغې شبکې له هغو کاروونکو څخه هره میاشت فیس واخلي چې تایید شوي حسابونه لري.

Tesla and SpaceX Elon CEO Elon Musk

Tesla and SpaceX Elon CEO Elon Musk is one of the world's 10 richest people. Source: Reuters / Reuters Images Europe/Pool

د ټویټر شبکې نوي مشر، ایلان ماسک پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دغې شبکې د تایید شویو یا آبي ټیک مارک لرونکو حسابونو درلودونکي باید په میاشت کې ۸ امریکایي (۱۲.۵ اسټرالیايي) ډالره فیس ورکړي.

هغه استدلال کوي چې له دې بدلون سره به د دغې شبکې د "اوسني مالکانو او بزګرانو سیسټم" بدلون پیدا کړي او د شرکت لپاره به د عاید نوی جریان رامینځته شي.

نوموړي د ټویټر شبکې له کنټرول اخیستلو ۵ ورځې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د آبي ټیک مارک لپاره له کاروونکو ۸ امریکايي ډالره اخیستل کېږي.

د دې ترڅنګ د واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې راغلي چې ایلان ماسک په پام کې لري ترڅو د ټویټر شبکې په ادارې کې هم ځینې بدلونونه راولي او ۷۵ سلنه پخواني کارکوونکي له دندو لرې کړي.

تېره اوونۍ ایلان ماسک د ټوېټر شبکې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته په سملاسي توګه د دې کمپنۍ اجرایوي مشر پاراګ اګروال، د مالي برخې مشر نیډ سیګال او د کمپنۍ حقوقي مشر ویجې ګډ له دندو لرې کړل.

ایلان ماسک اوسمهال د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، نوموړي تېره اوونۍ د ټویټر شبکه په ۴۴ میلیارډه امریکایي (۶۸ میلیارده آسټرالیا) ډالره واخیسته.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS World News

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now