Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليايي بانک غير قانوني کړنو لپاره ۱.۳ ميليارده ډالر جريمه شو

د استراليا په تاريخ کې لومړي ځل لپاره يو بانک له دومره درنې جريمې سره مخ کيږي.

Westpac was fined the largest fine in Australian corporate history
Source: AAP

اسټراليا کې د مالي جرمونو څار ادارې څه موده وړاندې د Westpac بانک فعاليت او کړنو پلټنه پيل کړې وه او پلټنې دوران کې د ياد بانک لخوا ۲۳ ميليونه ځله قانون څخه سرغړونه شوې.

ياد بانک باندې دا تور هم دی چې ميليونونه داسې حسابونو راکړه ورکړه شوې چيرې چې پيسې سپينې شوي.

د پيسو سپينول څه معنی: که کوم کس يا کمپنۍ له ناقانونه يا جرمي لارو څخه پيسې پيدا کوي او هغه پيسې بيا قانوني بانکونو کې نشي اچولی نو هر بانک او يا مالي اداره چې دا پيسې خپلو بانکونو او يا ادارو کې په سم ډول اچوي يعنې مردارې پيسې سپينوي نو داسې کړنو ته د پيسو سپينول وايي او همدا جرم ګڼل کيږي.

دا لومړی ځل ندی چې اسټراليايي بانک د پيسو سپينولو کړنو لپاره جريمه کيږي، لدې وړاندې په کال ۲۰۱۷ کال کې د اسټراليا Commonwealth بانک د ۵۴،۰۰۰ غير قانوني کړنو لپاره ۷۰۰ ميليونه ډالر جريمه شوی وه.

د مالي څار اداره يا AUSTRAC وايي، د ويسټ پک بانک دا منلې چې دوی د پيسو سپينولو او هم ترهګرۍ لپاره د پيسو ليږد له شته قوانينو څخه سرغړونه کړې نو ځکه يو ميليارد او درې سوه ميليونه ياد بانک جريمه شو.

ويل شوي چې شاوخوا ۱۹ ميليونه ځله بهرني پيسو راکړه ورکړه شوې کوم چې د قانون خلاف وه او بله خوا داسې ادعا هم کيږي چې د ياد بانک لخوا ځينو داسې ځايونو او يا کسانو ته پيسې ليږل شوي کوم چې د ماشومانو جنسي ځورونې، پيسو سپينولو او هم ترګريزو کړنو لپاره ترې کار اخيستل شوی.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now