کرونا وايروس د اسټراليا په ګډون د نړۍ اقتصاد له نږدې بحراني حالت سره مخ کړی او حکومتونه کوښښ کوي ترڅو د کرونا وايروس بيماري څپې څخه تيريدو لپاره ځيني مرستې وکړي او د هغو کسانو لاس ونيسي کوم چې ډير ځپل کيږي.
د اسټراليا فدرال حکومت د هوساينې پيسو کې دوه برابره ډيروالی راوست، يعنې که څوک له حکومت څخه د هوساينې او يا نورې پيسې ترلاسه کوي نو نږدې راتلونکې کې به دا پيسې دوه برابره کيږي.
دا پيسې به ستاسو جيب لپاره څه معنی ولري او څوک به لدې څخه ګټه پورته کړي.
نيمه وخت کار کوونکي يا شخصي کاروباريان
که چيرې کرونا وايروس پر تاسو ناوړه اغيز شيندلي وي او يا مو کارونه له لاسه ورکړي وي نو د حکومت نوو پيسو مرستې له مخه هرو دوو اونيو کې ۵۵۰ ډالر راتلونکو ۶ مياشتو لپاره ترلاسه کولی شئ.
که چيرې تاسې لا دمخه حکومتي پيسې ترلاسه کوئ نو هرو دوو اونيو کې تاسو ته ۵۵۰ ډالر اعضافي درکول کيږي.
د حکومتي پيسو ترلاسه کولو لپاره شرايط بدل او يا ويلی شو چې اسانه شوي.
اسټراليا کې شخصي کاروباريان او هم نيمه وخت کار کوونکي کوم چې دوو اونيو کې ۱۰۷۵ ډالرو څخه لږه پيسه ګټي هغوی هم کولی شي چې حکومتي مرستو پيسې ترلاسه کړي.
د مثال په ډول، که يو والد، يعنې يوه مور او يا پلار کوم چې جلا شوي وي او د يو ماشوم يا ماشومانو پالنه کوي او پخوا يې هرو دوو اونيو کې ۶۱۲ ډالر ترلاسه کول اوس کولی شي هرو دوو اونيو کې ۱۱۶۲ ډالر ترلاسه کړي.
يعنې هر اسټراليايي چې بې کاري او يا نورو دلايلو لپاره يې حکومتي هوساينې پيسې ترلاسه کولی هغه اوس دوو اونيو کې ۱۱۶۲ ډالر ترلاسه کوي او دا ويلی شو چې لدې وروسته ټول په شرايطو برابر کسان هره مياشت له ۲۲۰۰ ډالرو څخه ډير حکومتي پيسو مرسته ترلاسه کولی شي.
کورنۍ
که چيرې تاسې حکومتي پيسو مرستو شرايطو باندې برابر نه ياست نو بيا يوازې ۷۵۰ ډالر ترلاسه کولی شئ.
دا پيسې په اوتوماتيک شکل سره د جولای مياشت ۱۳ نيتې وروسته ۵ ميليونو اسټراليايانو ته ورکول کيږي او پدو کې، تقاعد شوي، پالونکي، ماشومانو لپاره حکومتي پيسو ترلاسه کوونکي او زاړه کسان هم شامله دي.
کاروبارونه کوم چې غواړي خپل کاريګر په کار کې وساتي
هغه موسسې او يا واړه کاروبارونه کوم چې د کال ۵۰ ميليونو ډالرو پورې راکړه ورکړه لري هغوی کولی شي له ماليې پرته ۱۰۰،۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي.
دا به لدې کاروبارونو سره مرسته وکړي ترڅو خپل کاريګر په کار کې وساتي.

Prime Minister Scott Morrison and Chief Medical Officer Professor Brendan Murphy, speak with NSW Premier Gladys Berejiklian (on screen) Source: SYDNEY MORNING HERALD
د حکومت اټکل له مخه اسټراليا کې ۶۹۰،۰۰۰ موسسې او واړه کاروبارونه چې ۷.۸ ميليونه اسټراليايان يې په کار ګومارلي کولی شي د حکومت دا پيسې ترلاسه کړي.
د اسټراليا لومړي وزير د اسټراليا اقتصاد حرکت کې ساتلو لپاره يې تر دې دمه د نږدې ۱۴۰ ميلياردو ډالرو پيسو مرستې اعلان کړی.
لومړي وزير خپله وروستی وينا کې وويل، دا به وروستی ځل نه وي چې حکومت خپل دا تدابير وړاندې کوي بلکې وخت تيريدو سره او حالت ته کتو سره به حکومت ځيني نور تدابير هم وړاندې کړي.