د يکشنبې په شپه د اسټراليا فدرال حکومت او ايالتونو او سيمه ايزو حکومتو د نوو محدوديتونو په اړه سلا مشورې وروسته پر ځينو سختيو سلا شول او لومړي وزير دا ټول رسنيو له لارې له نورو سره شريک کړل.
نن غرمې وروسته ډيرې ودانۍ او کاروبارونه تړل کيږي او رستورانتونه او کافي دکانونه يواځې خلکو ته خواړه ورکولی شي ترڅو يې کور کې يا بهر وخوري، معنی داچې يادو ځايو کې پر ناستو بنديز ولګيد.
لومړي وزير وويل، دا تدابير ځکه وړاندې شول چې اسټراليايانو تيرو محدوديتونو څخه سر غړونه کوله او د خلکو ترمينځ فاصله يې نه مراعت کوله.

لومړي وزير وويل، د کرونا وايروس خپريدو مخنيوي برخه کې اسټراليايان جدي ګامونه نه پورته کوي او نه هم دا مرض جدي نيسي نو ځکه حکومت اړ کيږي چې لدې څخه لا نور ډيره سختي وضع کړي.
څه تړل کيږي؟
د اسټراليا فدرال حکومت ټول هغه ځايونه تړي په کوم کې چې خلک راټوليږي.
يادو ځايو کې چې پرې د فعاليت بنديز لګيدلی ډيره کې د کرونا وايروس خپريدو خطر ډير وه.
پدو ځايو کې نايټ کلبونه، رستورانتونه، پيبز، کسينو، هوټلونه،پټ سپورتي مرکزونه او عبادت ځايونه شامل دي.

خلاص پارکونه او عامه ځايونه د خلکو پر مخ پرانيستې دي او پرې کوم بنديز ندی لګيدلی.
نوو محدوديتونو له مخه به ټول عبادت ځايونه تړل کيږي، پدو کې کليساوې، جوماتونه او د نورو مذاهبو عبادت ځايونه شامله دي.
د جنازې پر مراسمو هم بنديز لګيدلی او يوازې هغو جنازو مراسمو ته اجازه ورکول کيږي په کوم کې چې لږ شمير خلک ګډون کوي.
د اسټراليا د امامانو شورا هم يو بيان کې ويلي، چې ټول اسټراليا کې به جوماتونه له نن وروسته تړل کيږي.
کوم ځايونه نه تړل کيږي؟
ضروري خدمتونه به ټولو اسټراليايانو لپاره پرانيستې وي يا نه تړل کيږي.
پدو ځايو کې سوپر مراکيټونه، پټرول سټيشن، واړه خوراکه دکانونه، بانکونه او فارميسي يا دواخانې پرانيستې دي او نه تړل کيږي.

لوی شاپنګ سينټرونه نه تړل کيږي او بله خوا ټول هغه کاروبارونه چې پرانيستې پاتې کيږي له هغو غوښتل شوي چې خپل کاريګرو ترمينځ دې فاصلې رامينځته کړي.
ولې ټول اسټراليا کې ښوونځي نه تړل کيږي؟
تيره شپه د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن وويل، اسټراليا کې د طبي برخې پوهانو په مشوره ښوونځي نه تړي .
لومړی وزير وايي، مونږ ځکه د ښوونځيو پر پرانيستې ټينګار کوو ترڅو زده کوونکي خپل ټول تعليمي کال له لاسه ورنه کړي او بل ماشومان ډيره کې پر کرونا وايروس نه مبتلا کيږي.
.لومړي وزير سکاټ موريسن دا هم وويل، والدين کولی شي خپل ماشومان کور کې وساتي او ښوونځيو ته يې ونه ليږي
ولې بيا ځيني ايالتونه لکه ويکټوريا او هم مرکزي سيمه يا کنبيرا کې به له سبا ښوونځي تړل کيږي.

د نيو ساوت ويلز ايالت صدر اعظمې له ټولو والدينو وغوښتل چې خپل ماشومان دې کورونو کې وساتي.
نيو ساوت ويلز ايالت کې ښوونځي نه تړل کيږي او ټول هغه کسان کوم چې يادو سختيو سره بيا هم خپل کارونو ته ادامه ورکوي او ماشومانو ساتلو لپاره نورې اسانتياوې نه لري نو هغوی لپاره د ښوونځيو نه تړل ګټور ثابت کيږي.
آيا اسټراليا کې له کورونو څخه بهر وتلی شئ؟
دا مهال له اسټراليايانو غوښتل شوي ترڅو دې له يو ايالت څخه بل ايالت ته سفر نه کوي.
اسټراليا کې لکه اوروپا او امريکا د خلکو تګ راتګ يا کورونو څخه بهر وتلو باندې بنديز ندی لګيدلی.
اسټراليايان کولی شي له خپلو کورونو څخه بهر شي ولې له يو بل څخه دې ۱.۵ متره فاصله ولري او هم دې خپل لاسونه وخت په وخت ۲۰ سانيو لپاره په سابون او ابو پريمينځي.
د کرونا وايروس نښې له يو عادي شکل څخه تر نمونيا يا سينه بغل چې په هغې کې ساه تنګي وي ليدل کيږي
د کرونا وايروس نښو کې تبه، ټوخی، ستونې درد، سست والی او ساه تنګي شامله وي.
که تاسې له بهر څخه اسټراليا ته راغلي اوسئ او ۱۴ ورځو کې دننه دا نښې ځان کې وګورئ او يا له داسې يو کس سره نږدې اړيکه کې وئ کوم چې د کرونا وايروس يې لرلی وي نو داسې حالاتو کې روغتيايي مرسته ترلاسه کړئ.
که تاسې سوچ کوئ چې د کرونا وايروس لرئ خپل ډاکټر ته مخکې له تګ څخه ټليفون وکړئ او يا د کرونا وايروس لپاره د مرستې ملي شميرې ته ۱۸۰۰۰۲۰۰۸۰ زنګ ووهئ.

