واکسین د ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټوره لاره ده، مګر د کرونا وېروس تر دې مهاله واکسین او درملنه نلري. په اسټرالیا کې د کامن وېلټ علمي او صنعتي څېړنیز مرکز، پر دوو نویو کاندیدانو د واکسین ازموینې پیل کړي. دغه دوه واکسینونه د نړۍ د هغو احتمالي واکسینونو له ډلې څخه دي چې اوسمهال د نړۍ ساینس پوهان ورباندې کار کوي.
د واکسین د ډیزاین
هر واکسین باید دوه برخې ولري:
- اډجووانت، هغه برخه ده چې یو مالیکول ستاسو د معافیت سیسټم فعالولو لپاره د "خطر سیګنال" په توګه کار کوي.
- انټي جین، دغه برخه کې یو ځانکړی مالیکول په بدن کې د انټي باډي د جوړېدو لامل ګرځي ترڅو د وېروس پر وړاندې غبرګون وښيي.
اډجوونټ (مرستندویه ماده) باید له انټي جن سره یو ځای شي ترڅو په بدن کې د معافیت سیستم فعاله شي. تاسو نه شئ کولای ترڅو هر ډول زاړه دفاعي غبرګونونه فعاله کړئ بلکې د هرې ناروغۍ لپاره پکار ده ترڅو د معافیت ځانګړی دفاعي سیسټم جوړ شي.
څېړونکي د معافیت سیستم غبرګون په هغو دوو برخو وېشي چې ورڅخه جوړ شوی دی:
- انټی باډي، حجرو ته د مکروب د مخنیوي په موخه د ویروس له سطحې سره تړل کېږي.
- ټي – سېل، هغه حجرې له منځه وړي چې په مکروب اخته شوې اوسي.
اډجوونټ او انټي جین، په بدن کې د انټي باډي او ټي- سېل د معافیت د فاعي سیستم هڅولو لپاره غوره شوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې مونږ د هدف په مقابل کې د معافیت مناسب ډول لرو.
واکسین د بدن له د فاعي سیستم سره مرسته کوي ترڅو وېروس یا باکتریا وپېژني او له هغو سره مبارزي وکړي ترڅو انسانان له ناروغیو په امن کې واوسېږي. د کرونا ضد واکسین به خوندي او اسانه لار وي ترڅو خلک له کوېډ-۱۹ څخه د اوږدې مودې لپاره خوندي پاتې شي. مګر په پیل کې به دا خبره هم د خوښئ وي که چېرې داسې واکسین جوړ شي ترڅو د وېروس اندازه را کمه کړي ځکه که چېرې یو اخته کس کمه اندازه وېروس ولري نورو کسانو ته هم د وېروس د انتقال چانس کم دی. همدا راز لږ وېروس کولی شي په ناروغ کس کې د ناروغیو له امله رامنځ ته شوی زیان هم را کم کړي.

وېروس وپېژنئ
د اغېزمن واکسین جوړولو لپاره پکار ده ترڅو وېروس صحیح وپېژندل شي. د کرونا وېروس رسمي نوم (SARS-CoV-2) دی چې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ لامل ګرځي. دغه وېروس دوه نورو پېژندل شویو وېروسونو ته ورته دی او د ۲۰۰۳ کال سارس وېروس ته ۷۹ سلنه ورته والی لري. همدا راز د ۲۰۱۲ کال د منځني ختیځ (MERS) وېروس ته ۵۰ سلنه ورته دی.
هغه څېړونکي چې مخکې یې د سارس (SARS) او مرس(MERS) وېروسونو د واکسین جوړولو لپاره کار کړی، اوس کېدای شي د (SARS CoV-2) لپاره کار وکړي. د دې ترڅنګ هغو ساینس پوهانو چې په ډینګي، زیکا، هیپاټایټس سي، اچ آی وي او انفلونزا واکسینونو کار کړی، له خپل علم او پوهې څخه به د (SARS CoV-2) ضد واکسین جوړولو لپاره کار واخلي.
د کرونا وېروس انځورونه ښيي، دغه وېروس یو زیات شمېر د ازغي په څېر د پروټین لوړې سطحې لري چې د معافیت سیستم لپاره لومړنی هدف دی ترڅو پر وړاندې یې غبرګون وښودل شي.
د وېروس په اړه معلومات ندي پوره شوي

مهمه خبره داده، مونږ لاهم نه پوهېږو چې (SARS CoV-2) د معافیت کوم ډول غبرګون ته اړتیا لري. پدې پوهېږو چې د کوېډ- ۱۹ ناروغان انټي باډي تولېدوي ترڅو بېرته ښه شي خو نه پوهېږو چې کوم ډول انټي باډي.
مونږ په دې خبره پوهېږو، د کوېډ – ۱۹ هغه ناروغان چې په بدن کې د ټي حجرې(T cells) کمې واوسېږي تر نورو یې ناروغي شدیده وي خو تر اوسه پدې اړه هېڅ اسناد نشته چې د ټي حجرې(T cells) کولای شي د کویډ- ۱۹ ناروغۍ څخه خلک وژغوري او یا یې ښه کړي.
سره لدې چې پکار ده ترڅو د کرونا وېروس په اړه نورې څېړنې هم وشي ترڅو دغه وېروس لا ډېر وپېژندل شي. ښه خبره داده چې تر دې دمه لسګونه واکسینونه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېزاین شوي او د کلینیکي ازموینو پر لور پرمختګ کوي ترڅو د هغو پوښتنو ځوابونه پیدا کړل شي چې تر اوسه یې مونږ په ځواب نه پوهېږو.
د واکسین جوړولو کارونه په چټکۍ سره روان دي
د کرونا وېروس لپاره د واکسین جوړولو هڅې د اسټرالیا په ګډون د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې روانې دي. ډیری واکسینونه په لومړیو پړاونو کې دي خو د مارچ د میاشتې په نیمايي کې لومړی ځل د امریکا په سیټل کې د واکسین کلینیکي ازموینې پیل شوې او لومړی ځل په یوې ښځې واکسین و ازمایل شو. د دغه واکسین اصلي ګټه دا ده چې دا په خورا تېزوالي سره تولیدیدای شي. د دې واکسین ډیزاین لپاره د SARS-CoV-2 له هغې ترتیب شوې DNA څخه کار اخیستل شوی چې لومړی ځل د روان کال په جنوری میاشت کې اخیستل شوې وو. تر دې دمه، دا ډول واکسین په انسانانو کې په پراخه کچه ندی کارول شوی او موږ نه پوهیږو چې دا به معافیت قوي غبرګون رامینځته کړي او که نه. پداسې حال کې چې معتدل مصؤنیت به د معافیت څخه پرته ښه وي، موږ ممکن په اوږد مهال کې اضافي او ډیر قوي واکسینونو ته اړتیا ولرو.
یو بل واکسین هم جوړ شوی چې د سبونېټ (Subunit) په نوم یادېږي. په سبونېټ واکسین کې د پروتین لوړې نقطې چې د اغزي شکل لري، د انټي جین په توګه له اډجوونټ (Adjuvant) سره په ګډه کارول کېږي ترڅو د معافیت سیستم فعاله شي. همدا راز د اسټرالیا د کوینزلنډ پوهنتون هم، د کامن وېلټ له علمي او صنعتي څېړنیز مرکز سره په کډه په یوه واکسین کار کوي.
په وروستیو ورځو کې د کرونا وېروس واکسین جوړولو په برخه کې نور پرمختګ هم شوی او د انګلستان آکسفورد پوهنتون په انسانانو د خپل واکسین ازمویل پيل کړي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به یې پایلې معلومې شي.
د کوېډ- ۱۹ واکسین کارونه د نورو واکسینونو په پرتله په چټکۍ سره پر مخ روان دي
د واکسین جوړل یوه اوږده پروسه ده چې کلونه وخت غواړي او دوه مهم پړاونه لري، له کلینیکي ازموینې مخکې پړاو د کلینیکي ازموینې پړاو. پروفیسور ایان فریزر او د هغه ټیم له ۱۵ کلونو څخه په زیات وخت کې پدې توانیدلی ترڅو د اچ پي وي(HPV) لپاره واکسین جوړ کړي.
که چېرې د کرونا وېروس لپاره د واکسین جوړولو پروسې ته کتنه وشي نو ښيي چې د دغه ویروس ضد واکسین کارونه د نورو واکسینونو په پرتله په تېزوالي سره پرمخ روان ده.

کارپوهانو اټکل کړی چې د (SARS CoV-2) جوړولو چارې کیدای شي له ۱۲ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي ځکه په نړیوال کچه د واکسین جوړولو لپاره په چټکۍ هڅې روان دی. په چټکۍ هڅې پدې معنا نده چې ساینس پوهان به د ازموینو پر مهال له ځینو پړاونو څخه تېر شي بلکې په دې مانا ده چې کارونه په چټکۍ ترسره کېږي ترڅو واکسین خوندي واوسېږي.