د هېنلي او پارټنرز ادارې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان، سنګاپور، جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا پاسپورټونو ته لومړی او د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی دی.
سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۸ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
په یاد لېست کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق او پاکستان نومونه لیدل کېږي.
د سوریې پاسپورټ لرونکي ۲۹، د عراق ۳۱ او پاکستان اوسېدونکي ۳۴ هېوادونو ته سفر کولای شي.
د هېنلي او پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.
د هېنلې او پارټنرز ادارې د معلوماتو پر اساس د افغانستان او سېدونکي له ویزې پرته لاندې هېوادونو ته سفر کولای شي.
- بنګلدېش
- بروندي
- کمبوډیا
- کیپ ورډ ټاپوګانې
- کومورو ټاپوګانې
- کوک ټاپوګانې
- جی بوتي
- دومینیکا
- ګینه بیسو
- هایټي
- کینیا
- مکاو
- مدګاسکار
- مالدیو
- موریتانیا
- میکرونیزیا
- موزمبیک
- نیوو
- د پالاو ټاپوګانې
- ساموا
- رواندا
- سیچیلیس
- سومالیا
- سریلانکا
- سینټ وینسنټ او ګریناډینز
- تیمور - لست
- توګو
- توالیو
دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه شوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادراې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://www.henleyglobal.com/passport-index
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

