آسټرالیایان په ۲۰۲۵ کال کې له ویزې پرته چېرته سفر کولی شي؟

د آسټرالیا اوسېدونکي په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.

A person holding an Australian passport.

د آسټرالیا اوسېدونکي په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي. Source: Getty / Getty Images

د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی دی.

د سنګاپور اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان او سویلي کوریا پاسپورټونو دویم ځای خپل کړی چې اوسېدونکي یې کولی شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۰ هېوادونو ته سفر وکړي.
ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، جرمني، ایرلند، ایټالیا او هسپانیه په درجه بندۍ کې درېیم ځای لري. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي‌ د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې آسټرالیا او انګلستان شپږم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي، مګر لسګونو نورو هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.

آسټرالیایان کولی شي په اروپا کې له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو ته سفر وکړي، پشمول دې جرمني، فرانسې، آیرلنډ، سویډن، هالند او انګلستان.

د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر، عمان او متحده عربي امارات.

سره لدې چې نارو او پاپوا نیو ګیني د آسټرالیا ګاونډي هېوادونه دي، آسټرالیایان باید دغو هېوادونو ته له سفر مخکې ویزه ترلاسه کړي.
کوم هېوادونه تر ټولو کمزوري پاسپورټونه لري؟

د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا وروستی ځای خپل کړی.

سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

په درجه بندۍ کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق، یمن او پاکستان نومونه لیدل کېږي.

د سوریې پاسپورټ لرونکي ۲۷، د عراق ۳۰، د یمن او پاکستان اوسېدونکي ۳۲ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
د هېنلي او پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.

اس بي اس پښتو دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه کړي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادارې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ: https://www.henleyglobal.com/passport-index

شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service